سه شنبه, فبروري 10, 2026
Home+د مصنوعي ځیرکتیا په اړه وارخطا کېدل بند، او چمتووالی پیل کړئ!

د مصنوعي ځیرکتیا په اړه وارخطا کېدل بند، او چمتووالی پیل کړئ!

جمال منصور نېکیار

د ریاضي د ستونزمنو پوښتنو حلول، د پېچلیو ناروغیو تشخیص او په څو شېبو کې د نویو سافټوېیرونو جوړولو په څېر د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا لاسته راوړنې ورځ تر بلې نورې هم حیرانوونکې کېږي. خو ورسره سم، د دې ټکنالوژۍ د ټولنیزو پایلو په اړه اندېښنې هم په زیاتېدو دي. د پیسو نړیوال صندوق (IMF) مشرې، کریستالینا جورجیوا، د دندو له منځه وړونکي “سونامي” په اړه خبرداری ورکړی دی. د ګوګل د مخکښې څېړنیزې خونې “ډیپ‌ماینډ” مشر، ډیمیس هاسابیس وايي، دی به د نوښتونو د لړۍ له ورو کولو ملاتړ وکړي ترڅو ټولنه د دې بدلون سره د عیارېدلو فرصت ولري. د امریکایي مالي نړۍ معتبر شخصیت، جیمي ډیمن بیا وايي چې که دا کار د “ټولنې د ژغورلو” په مانا وي، نو حکومتونه باید له دندو ایستنې/شړل منع اعلان کړي. داسې ښکاري چې حالات یوې سختې او بنسټیزې ګډوډۍ ته چمتو دي.

دا ښکاره ده چې د مصنوعي ځیرکتیا راتلونکی لوری ناڅرګند دی. خو زموږ د مدیریت په اړه د «باس کلاس پوډکاسټ» وروستۍ لړۍ ښيي چې د دې نامتو شخصیتونو د اټکلونو خلاف، داسې قوي دلیلونه شتون لري چې ټولنه د ځان عیارولو لپاره لا ډېر ظرفیت لري. له څېړنیزو مرکزونو څخه تر عادي دفتري کارځایونو پورې د نوې ټکنالوژۍ خپرېدل ډېر وخت غواړي. شرکتونه او حکومتونه باید له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي ترڅو د هغه کسانو سره مرسته وکړي چې د خپلو دندو له لاسه ورکولو له جدي خطر سره مخ دي.

تر دې دمه د کار بازارونه ارام (نا اغېزمن) ښکاري. که څه هم خدماتي دندې د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا تر ټولو ډېر تر اغېز لاندې دي، خو په امریکا کې د ChatGPT له پیل راهیسې د ‘سپین کالر’ (اداري او فکري) دندو شمېر ۳ میلیونه زیات شوی دی، په داسې حال کې چې د ‘نیلي کالر’ (فزیکي او لاسي) دندو کچه بدلون نه دی کړی. ان په هغو برخو کې چې مصنوعي ځیرکتیا پکې په خورا لېوالتیا سره کارول کېږي، لکه کوډېنګ، د ګومارنې کچه لوړه شوې ده.

د اقتصادي اغېزو د سستوالي یو مهم لامل د دې ټکنالوژۍ «ناهمواره پوله» ده: داسې چې په ځینو کارونو کې خورا تکړه ده، خو کله ناکله په پوره ډاډ سره بې مانا او بې اساسه خبرې کوي، او یا هم د ‘Strawberry’ په کلمه کې د ‘r’ تورو په شمېرلو کې پاتې راځي. دا بې ثباتي او نا اټکلېدونکی چلند په دې مانا ده چې شرکتونه او کارکوونکي باید د دې په موندلو وخت تېر کړي چې مصنوعي ځیرکتیا په کومو ځایونو کې وکاروي.

سربېره پردې، کاري بهیرونه (Business processes) په یوه شپه کې نه بدلېږي. برېښنا د لومړي ځل لپاره په ۱۸۸۰مو کلونو کې بازار ته راووتله، خو ۴۰-۵۰ کاله وخت یې ونیوه چې د فابریکو په تولیدي کچه کې مثبت بدلون راولي. ځکه چې د برېښنا د ګټې اخیستنې لپاره اړتیا وه چې فابریکې له سره ډیزاین شي او د کار طریقې په بشپړ ډول بدلې شي. دا ځل هم شرکتونه باید په دې فکر وکړي چې څنګه کارکوونکي د مصنوعي ځیرکتیا کارولو ته وهڅوي، څنګه یې له امله رامنځته کېدونکي خطرونه مهار کړي، او څنګه یې په بریالیتوب سره په خپلو چارو کې پلي کړي.

دا اصطکاک (ځنډ او خنډ) د هغو کسانو لپاره ښه خبر دی چې د ټکنالوژیک بدلون د چټکتیا په اړه اندېښمن دي. د دې ټکنالوژۍ له پراختیا ورکوونکو (Developers) څخه د کار د بندولو غوښتنه کول چې په دې برخه کې مخکښ توب ورته خورا سترې سوداګریزې او جیوپولیټیکې ګټې رسولی شي، یو خیال او سراب دی. خو د یوې اختراع او د هغې د عام کېدو ترمنځ خورا ارزښتناک وخت تېرېږي؛ له دې وخت څخه باید ګټه پورته شي ترڅو هغه کسان وپېژندل شي چې د دې ټکنالوژۍ له امله له ډېر خطر سره مخ دي او دا وموندل شي چې څنګه ورسره مرسته کېدای شي.

ډېری دندې داسې مهارتونو ته اړتیا لري چې اتومات/خپلسري کول یې ستونزمن دي، لکه قضاوت او همدردي. د مصنوعي ځیرکتیا وسایل کولی شي دا ډول رولونه لا ډېر ګټور، پر عاید لرونکي، او ان په زړه پورې کړي— د بېلګې په توګه داسې یو ډاکټر تصور کړئ چې د اداري کاغذپرانۍ له جنجالونو ازاد شوی وي. سربېره پر دې، نوې ټکنالوژي عموماً نوې دندې زېږوي؛ همدا اوس د داسې ‘سپین کالر’ (اداري) دندو شمېر په زیاتېدو دی چې دومره نوې دي چې لا یې په احصایو کې کوم نوم نه دی ثبت شوی. خو بیا هم ځینې دندې د اتومات کېدو له جدي خطر سره مخ دي؛ ډېری اداري (Back-office) چارې، او هغه دندې چې د یوې مخکې تر مخکې ټاکل شوې طریقې/سکرېپټونو تعقیبول دي. له ځوانانو څخه په ابتدایي بستونو کې ډېر کله د معلوماتو د تحلیل یا د راپورونو د لنډیز کولو غوښتنه کېږي—دا کټ مټ هغه کارونه دي چې مصنوعي ځیرکتیا پکې خورا مهارت لري.

له دې ډلو سره د نویو دندو په موندلو کې مرسته کول ډېر زیات اړین دي، او دا یوازې د هغوی پر ژوند د اغېز له امله نه ده. په لوېدیځ کې د نړیوال‌کېدو (Globalization) او اتومات کېدو له امله د فابریکو د دندو له منځه تللو، د عوام‌پال سیاست (پوپولېزم) د ودې سره مرسته وکړه. هیڅ حکومت نه غواړي چې د ځوانانو د پاڅون له خطر سره مخ شي. هر ډول ټولنیز غبرګون به بې له شکه د مصنوعي ځیرکتیا اقتصادي ګټې شنډې کړي.

نو څه باید وشي؟ دا ځل لږ تر لږه دا هیله شته چې هغه کسان چې دندې یې له خطر سره مخ دي، په جغرافیایي ډول په بېلابېلو سیمو کې خواره واره دي. د فابریکو یا کانونو د کار خلاف، اداري او ابتدایي (Entry-level) دندې یوازې په صنعتي ښارونو کې محدودې نه دي؛ ځکه نو د نویو فرصتونو موندل باید اسان وي. خو حکومتونه هم باید د ‘جیمي ډیمن’ د وړاندیز خلاف (چې د کارکوونکو پر لیرې کولو/شړلو یې د بندیز غوښتنه کړې وه)، د کار بازارونه آزاد او انعطاف منونکي وساتي ترڅو د کارکوونکو د کار بدلول او خوځېدل اسان شي. همدارنګه، تعلیمي نظام یو بنسټیز بدلون ته اړتیا لري، ترڅو هم مصنوعي ځیرکتیا او هم هغه مهارتونه تدریس کړي چې د دې ټکنالوژۍ نیمګړتیاوې پوره کولی شي.

شرکتونه هم باید چمتووالی ونیسي. د پرمختګ لپاره هغوی نه یوازې دا چې له مصنوعي ځیرکتیا څخه باید غوره ګټه پورته کړي، بلکې باید داسې وړ کسان ومومي او وروزي چې له دې ټکنالوژۍ سره کار وکړای شي. ځینې اداري کارکوونکي به خپلې دندې له لاسه ورکړي، خو ځینې نور چې د سوداګرۍ په اړه تجربوي/ضمني پوهه لري، کېدای شي د نویو مسوولیتونو لپاره وروزل شي.

تر ټولو لویه تېروتنه به دا وي چې د ځوانانو ګومارنه په بشپړ ډول ودرول شي. دا کار به نه یوازې د راتلونکي استعدادونو لاره ډب کړي، بلکې کاروبارونه به له هغو ځوانانو محروم کړي چې له مصنوعي ځیرکتیا سره په طبیعي ډول بلد دي (AI natives). د دې پرځای، شرکتونه باید پر دې له سره فکر وکړي چې کوم ډول دندې ځوانانو ته سپاري— یانې د ستړي کوونکو او میخانیکي کارونه پرځای، هغوۍ ته د پرېکړې او تحلیل مسوولیتونه وسپاري. همدارنګه، هغوۍ باید د شرکت په بېلابېلو برخو کې په لنډ وخت کې وګومارل شي (دندې یې بدلې شي)، ترڅو داسې بصیرت او ژوره تجربه ترلاسه کړي چې مصنوعي ځیرکتیا یې هیڅکله نشي لرلای؛ دا کار د نویو رولونو د آزمېیښت او د نویو لارو چارو تجربه کولو له لارې شونی دی.

د کاري نظم ګډوډېدل او د دندو له منځه تلل به حتمي وي؛ ځکه چې د ټکنالوژیکي پرمختګ طبعیت همداسې دی. خو د مصنوعي ځیرکتیا له ټولو حیرانوونکو لاسته راوړنو سره سره، لا هم وخت شته چې د دې بدلون ناوړه اغېزې مهار کړل شي. دا وخت باید ضایع نشي.

د مقالې لیکوال: پال بلو (Paul Blow)

ژباړن: جمال منصور نېکیار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...