تاند ( شنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۷مه) د طالبانو د حکومت دکورنیو چارو وزارت وايي، چې د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست افسرانو ته یې یو شمېر نوي او عصري موټرې وېشلي دي.
دیاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن شنبه، په خپله ایکس پاڼه دغه خبر خپور کړی دی.
هغه لیکلي چې ، دغه عصري او نوي وسایط به په ښارونو او لویو سړکونو کې د ترافیکي نظم په ډاډمنولو، د پیښو مخنیوي او خلکو ته په وخت خدماتو وړاندې کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
قانع زیاته کړه چې دا موټرونه، چې د ترافیکو پولیسو لپاره ځانګړي دغه عصري موټرې، عصري رنګونه، نښې او تجهیزات لري.
د ترافیکو پولیسو ممسوولان بیا وایي چې، د نویو موټرو په تخصیص سره، د ترافیکي قوانینو د پلي کولو کچه لوړه شوې، د پېښو په وخت کې د پولیسو موجودیت ګړندی شوی دی او د دوی په وینا په دې سره به د خلکو باور نور هم پیاوړی شي.
دکورنیو چارو وزارت وایي، دا موټرې د ترافیکو د جریان ښه کنټرول، ګڼهګوڼه کمولو او په ښار کې د ترافیکي ستونزو د حل لپاره وېشل شوي دي.
تر دې وړاندې د ترافیک پولیسو له رینجر موټرو څخه کار اخیست.