Homeخبرونهمسوولان: نږدې شپږ نیم زره کډوالو کورنیو ته ځمکې وېشل شوي

مسوولان: نږدې شپږ نیم زره کډوالو کورنیو ته ځمکې وېشل شوي

تاند ( شنبه د سلواغې ـ دلوې  ۱۷مه)  د طالبانو د حکومت دکور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې کمېټې د تېرې اوونۍ پرمهال یو شمېر ولایتونو کې راستانه شوو کډوالو کورنیو ته ځمکې ( نمرې) وېشلې دي.

د وېش دغه بهیر د منظور شوي تفصیلي پلان له مخې ترسره شوی دی.

په دغه لړ کې، په کونړ کې ۱۵۵ راستانه شوو کډوالو کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوي، چې په دې سره په یاد ولایت کې د وېشل شویو نمرو شمېر تر ۵۰۶ کورنیو پورته شو.

دغه راز په ننګرهار کې ۵۷۰ راستانه شوو کډوالو کورنیو ته د ځمکو وېش بشپړ شو ،چې په ټوله کې تر دې دمه ۱۲۰۳ کورنیو ته د ځمکو نمرې سپارل شوې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې په کندز کې ۱۰۹ راستانه شوو کورنیو ته نمرې ورکړل شوې، چې په دې سره د یاد ولایت ټولیز شمېر ۹۲۰ کورنیو ته ورسېد.

سربېره پر دې، په زابل کې هم ۶۱ راستانه شوو کډوالو کورنیو ته د ځمکو نمرې د ټاکلي پلان مطابق ووېشل شوې.

د سرچینې د مالوماتو پر اساس د همدې تېرې اوونۍ په ترڅ کې ۸۹۵ راستانه شوو کډوالو کورنیو ته د ځمکو وېش ترسره شو او په عمومي ډول تر دې مهاله په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۴۳۷ کډوالو کورنیو ته د دایمي مېشتېدو په موخه د ځمکو نمرې سپارل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې، تر دې وړاندې هم د هېواد یو شمېر ولایتونو کې کډوالو ته د ځمکو وېش لړۍ پيل او دایمي مېشت ځایونه ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...