تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۷ مه) هند هم د افغانستان په شان د جمعې په ورځ د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد ځانمرګی برید وغانده او په هغه کې د لاس لرلو تورونه یې رد کړل.
د هند د باندنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: «نن د اسلاماباد په یوه جومات کې شوی برید د غندنې وړ دی، او هند د دې پېښې په نتیجه کې د مرګژوبلې له کبله خپله خواخوږي څرګندوي.»
دا برید د جمعې د لمانځه پر مهال د شېزاد ټاون په سیمه کې د شیعه مسلمانانو په عبادتځای، خدیجهالکبرا امام باړه کې وشو چې لږ تر لږه ۳۱ کسان پکې ووژل شول او ۱۶۹ نور ټپیان شول.
د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د بهرنیو رسنیو سلاکار، مشرف زیدي، ویلي و چې دا برید «د هند له لوري د تنظیم شویو خونړیو ترهګریزو بریدونو د لړۍ وروستۍ کړۍ ده.»
هغه په اېکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: «د هند نیابتي ترهګر ځواکونه به نه د پاکستان اقتصادي بیا رغونه ورو کړي، نه به د پاکستان خلک سره ووېشي او نه به د پاکستان مخ پر ودې ډیپلوماتیک حیثیت کمزوری کړي.»
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف هم په اېکسپاڼه کې لیکلي چې امنیتي ساتونکو بریدګر ودراوه، خو هغه پرې ډزې وکړې او بیا یې د لمونځ کوونکو په وروستي قطار کې ځان والوزاوه. نوموړي پر دې سربېره، د برید تر شا د هند او افغانستان د لاسلرلو ادعا هم کړې ده.
خو نوی ډیلي دا تورونه رد کړي دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «هند هر راز دا ډول تورونه ردوي؛ دا ادعاوې هم بېاساسه دي او هم بېمعنا.» په اعلامیه کې زیاته شوې: «دا د افسوس وړ ده چې پاکستان د نورو د ملامتولو له لارې ځان غولوي.»
کابل هم دغه ځانمرګی برید غندلی او د طالبانو دفاع وزارت په هغه کې د هر ډول لاسلرلو ادعاوې رد کړې دي.
د طالبانو د دفاع وزارت په اېکسپاڼه کې لیکلي: «د افغانستان حکومت اسلامي ارزښتونو ته ژمن دی او هیڅکله د سیاسي موخو لپاره د بېګناه خلکو وژل یا زیانمنولو ته اجازه نه ورکوي، او نه هم د دا ډول ناقانونه کړنو د عاملانو ملاتړ کوي.»
په پاکستان، افغانستان او د سیمې په نورو هیوادونو کې پر شیعه وګړو عموماً داعش بریدونه کوي چې طالبان یې خپل سخت دښمنان ګڼي.