شنبه, فبروري 7, 2026
Homeخبرونهله غبرګونونو وروسته؛رحمن‌الله ګربز د پاکستان په سوپر لیګ کې ګډون نه...

له غبرګونونو وروسته؛رحمن‌الله ګربز د پاکستان په سوپر لیګ کې ګډون نه کوي

تاند ( شنبه د سلواغې ـ دلوې  ۱۷مه)  د افغانستان د ملي لوبډلې پيلییز توپ‌وهونکی رحمن الله ګربز وايي، د بنسټ کارونه یې نیمګړي پاتې دي او نشی کولی چې د پاکستان پي اېس اېل کې ګډون وکړي.

د پېښور زلمي لوبډلې ویلي و، چې ګربز به سږ کال د پاکستان سوپر لیګ کې د دوی لپاره ولوبېږي.

رحمن الله ګربز له هغه وروسته د پاکستان په سوپر لیک کې د نه ګډون پرېکړه کوي، چې په تولنیزو رسنیو کې د افغانانو له پراخ غبرګون سره مخ شو.

افغانانو له هغه وغوښتل، چې د پاکستان په لیګ کې دې ګډون نه کوي، هغه ځکه چې د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې پاکستان په هوايي بریدونو کې د کرکټ سیمه ییزې لوبډلې لوبغاړي په نښه کړل.

هغه مهال رحمن الله ګربز په خپل غبرګون کې پاکستان دښمن هیواد یاد کړی وو او دا هوايي برید یې سخت غندلی وو.

تر دې پيښې وروسته افغانستان کرکټ بورډ خپلې رسمي لوبې هم له پاکستان سره لغوه کړې.

رحمن الله ګربز اوس مهال په شل اوریز نړۍ وال جام کې د افغانستان دملي لوبډلې برخه دی او په خپل پیغام کې ویلي چې، تر نړۍ وال جام وروسته به هېواد ته ستون شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...