تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۸ مه) پاکستاني چارواکي اداعا کوي چې د اسلاماباد د ځانمرګي برید د څېړنو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د امنیتي سرچینو پر اساس راپور ورکړ، استخباراتي او د قانون پلي کوونکو ادارو په پېښور او نوښار کې چاپې وهلې او څو تنه یې نیولي دي.
په پاکستان کې معمولاً د امنیت په ټینګښت کې د امنیتي ادارو د ناکامۍ له کبله د خلکو د غوسې د ارامولو په خاطر د نیونو ادعاوې کېږي چې وروسته یې هیڅ درک نه معلومېږي.
دوی ویلي چې د ځانمرګي برید څلور اسانتیا برابرونکي نیول شوي دي.
امنیتي سرچینو ویلي چې په داعش پورې تړلی افغان طراح یا اصلي لارښود هم نیول شوی دی.
د سرچینو په وینا، برید د داعش له لوري په افغانستان کې طرحه شوی او بریدګر هم په افغانستان کې افراطیت ته جذب او برید ته روزل شوی دی.
د عملیاتو پر مهال یو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
تر دې مخکې پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې د بریدګر پاکستاني شناختي کارد یې روغ رمټ موندلی دی.
پنجابیان تل د خپلو خلکو د وژلو لپاره ډرامې جوړوي .
کله چې د خلکو نارضایتي اوج ته ورسیږي او قیام ته اړشي ، پنجابیان بیا داسې یوه ډرامه او ننداره جوړه کړي . یا پښتانه او یا بلوچان او کله کله مذهبي لږه کي د دغو نندارو خوراک شي .
د د اعش ، لشکر جنګوي ، ټالب ، مجاهد او هر داړه مار ، مضر او انساني ضد ګروپ د جوړولو کارخانه هم له دوی سره ده ، صادرات او قیمت ګذاري ، خرڅول ، وژل او ځانمرګي بریدونه هم د دوی کار ده . نړیوال باید په دې پوه شي ، چې پنجابستان د انسانانو د وژلو ، ځورولو او تفرقې لپاره جوړشویدی. د دغه حرامي ، بېوخته او بې موره و پلاره هېواد نور ختمول په کار دي .