تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۱) ګرینلنډ، هغه لوی ټاپو چې د امریکا ولسمشر یې غوښتونکی دی، په ۲۰۲۵ کال کې په خپل تاریخ تر ټولو توده جنوري میاشت تېره کړه؛ دا یوه څرګند نښه ده چې په دې قطبي ټاپو کې د اقلیمي بدلون چټکتیا بېسارې چټکه شوې ده. د ګرینلنډ په پلازمېنه نووک ښار کې د تودوخې منځنی ثبت شوې درجه د سانتيګراد ۰٫۲ ته رسېدلې، حال دا چې له ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د همدې میاشت تاریخي اوسط د سانتي ګراد منفي ۷٫۷ درجې و.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ډنمارک د اقلیمي څېړنو د ملي مرکز د معلوماتو پر بنسټ، ګرینلنډ د نړۍ د نورو سیمو د اوسط پرتله نژدې څلور برابره په چټکه تودېږي. دا بهیر نه یوازې د دې سیمې طبیعي بڼه بدلوي، بلکې د ځايي اقتصاد، د خوړو د امنیت، او آن د جیوپولیټیکو سیالیو لپاره ژورې پایلې لري.
د دې تودوخې له لومړنیو اغېزو څخه یو دا دی چې په ژمي کې د سمندر د کنګلونو پراخوالي او پنډوالی (ضخامت) کمېږي. هغه کنګلونه چې پخوا یې د ترانسپورټ او تګ راتګ مهمې لارې برابرولې، اوس لږ جوړېږي او کار ترې اخیستل ستونزمن شوي دي. دا وضعیت په مستقیم ډول د کب نیولو صنعت ګواښي، چې د ګرینلنډ د اقتصاد د ملا تیر بلل کېږي.
د کب نیونې سکتور، چې ډېری یې د شریمپ (shrimp)، هالیبوټ او کاد کبانو پر ښکار ولاړ دی، په ۲۰۲۳ کال کې د ګرینلنډ د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۲۳ سلنه جوړوله او ۱۵ سلنه خلکو ته یې دندې برابرې کړې وې. د شاوخوا اوبو تودېدا سمندري ایکوسیستم بدلولی او د کبانو ډولونه او د ښکار اندازه تغییرولی شي، که څه هم د دې بدلونونو دقیقې پایلې لا تر اوسه په بشپړه ډول روښانه نه دي.
د ګواښونو تر څنګ، ځینې فرصتونه هم شته. ګرینلنډ مهمې او ستراتیژیکې معدني زېرمې لري، او د ډنمارک یوې څېړنې په ۲۰۲۳ کال کې ښودلې چې د اروپايي اتحادیې له ۳۴ «بحراني» اومو موادو څخه ۲۵ یې په دې ټاپو کې موندل کېږي.
د هوا تودېدا کولی شي د استخراج او ترانسپورټ لګښتونه راکم کړي او د کان کیندنې پروژې له اقتصادي پلوه ډېرې جذابې کړي؛ خو قانوني خنډونه، سخت چاپېریالي شرایط، او د بومي ټولنو مخالفتونه لا هم جدي ننګونې دي.
د ګرینلنډ چټکه تودېدا یوازې یوه چاپېریالي ستونزه نه ده، بلکې دا موضوع اقتصادي، ټولنیز او جیوپولیټیک اړخونه هم لري. دا بدلونونه به د ځایي خلکو پر ژوند، د پانګونې پر لوري، او د لویو قدرتونو ترمنځ په سیالیو کې د ګرینلنډ پر ستراتیژیک دریځ ژور اغېز ولري.