سه شنبه, فبروري 10, 2026
Homeخبرونهد تاجکستان د باندنیو چارو وزیر وايي، افغانستان د پولو په امنیت...

د تاجکستان د باندنیو چارو وزیر وايي، افغانستان د پولو په امنیت کې ورسره همکاري کوي

تاند(سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۱ مه) د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین ویلي چې له افغانستان سره د تاجکستان په پولو کې د پېښو د مخنیوي لپاره د دې هېواد امنیتي بنسټونه له طالبانو سره همکاري کوي. د هغه په وینا، تاجیکستان له افغانستان سره سرحدي بازارونه بېرته فعال کړي او دې هېواد ته د برېښنا لېږد هم لا هم روان دی.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه وویل، چې دوشنبه د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې د افغانستان د طالبانو له حکومت سره تعامل او همکاري کوي.

هغه زیاته کړه: «موږ باور لرو چې هر خپلواک هېواد حق لري خپلې تګلارې د خپلو ملي ګټو پر بنسټ تنظیم کړي. په همدې چوکاټ کې باید وویل شي چې ډېر هېوادونه، په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونډیان، هم له دې هېواد سره خپلې اړیکې د ملي ګټو پر اساس تنظیموي.»

مهرالدین همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي خبر ورکړ او ویې ویل، چې تېر کال له افغانستان سره د اقتصادي تبادلو ټولیز ارزښت له ۱۱۰ میلیون ډالرو واوښت.

نوموړي ټینګار وکړ: «د افغانستان پېچلي ټولنیز او اقتصادي وضعیت ته په کتو، تاجیکستان له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان له هغو ګڼو ستونزو سره چې نن ورسره مخ دی، یوازې پرې نه ږدي.»

هغه د افغانستان په اړه د تاجیکستان د دریځ په اړه وویل: «زموږ دریځ ثابت دی؛ موږ غواړو افغانستان یو امن، باثباته، سوله‌ییز او سوکاله هېواد ووینو.»

سراج‌الدین مهرالدین همدارنګه له افغانستان سره پر پوله د تېرو دوو میاشتو د وسله‌والو بریدونو په غبرګون کې وویل، چې د دواړو هېوادونو د امنیت او د قانون پلي کوونکي ادارې په ګډه کار کوي، څو د ورته پېښو مخه ونیسي.

د هغه په وینا، طالبانو ډاډ ورکړی چې «د پولې په اوږدو کې د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي او د دغو پېښو په اړه به هر اړخیزې څېړنې وکړي.»

وروسته له دې، د تاجیکستان امنیتي ځواکونو اعلان وکړ چې د پنځو افغان قاچاقبرو د ناقانونه ننوتلو مخه یې نیولې، چې غوښتل یې د تاجیکستان پولې ته په ناقانونه ډول واوړي.

دوی وویل، چې له دغو کسانو سره د «وسله‌والې نښتې» پر مهال درې قاچاقبران وژل شوي او دوه نور بېرته افغانستان ته تښتېدلي دي.

تر دې وړاندې هم، د تېر کال د نومبر په ۲۶ او ۳۰مه د افغانستان له خاورې څخه د تاجیکستان پر سرحدي سیمو د دوو نورو بریدونو په ترڅ کې پنځه چینايي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي وو.

تاجیکستان دغه بریدونه په کلکه غندلي وو او له طالبانو یې غوښتي وو چې د پېښو عاملان ونیسي.

د افغانستان او تاجکستان په پولو کې له څو لسیزو راهیسي د چاقبرو او ماقیايي ډلو فعالیت شته او په ځلونو د قاچاقبرو او تاجک پوله ساتو ترمنځ نښتې شوي دي.

تاجکستان د منځنۍ اسیا یو له هغو هیوادونو څخه و چې د افغانستان د طالبانو له حکومت سره یې په لومړیو کلونو کې اړیکې ښې نه وې خو اوس داسی ښکاري چې تاجکستان د افغان طالبانو په اړه خپل دریځ بدل کړی او د همکاري لاره یې ورسره غوره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...