Homeخبرونهد واورې او سیلونو له کبله لږ تر لږه ۵ تنه مړه...

د واورې او سیلونو له کبله لږ تر لږه ۵ تنه مړه شوي

تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۱۷ مه) د افغانستان له پېښو سره د مبارزې ادارې د جمعې په ورځ وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د واورې د اورېدو او سېلونو له امله لږ تر لږه پنځه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په هرات، فراه، غور او نورستان ولایتونو کې واورې او سېلونو مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند، محمدیوسف حماد، رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي چې په همدې موده کې شاوخوا لس کورونه د باران او سېلونو له امله په بشپړ ډول ویجاړ شوي سا زیانمن شوي دي.

هممهاله، یادې ادارې په یوه خبرتیا کې د افغانستان د مرکزي غرونو په لمنو کې د راتلونکې اوونۍ د سختو ورښتونو خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې د هیواد په ۲۰ شمالي او مرکزي ولایتونو کې د باران، توپان او تېزو بادونو احتمال شته.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د دلوې په څلورمه هم اعلان کړی و چې په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او باران له امله ۶۱ کسان مړه شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...