تاند ( چهارشنبه د مرغومي – جدي ۱۷مه) په امریکا کې د نارت وېسټرن پوهنتون یوې څېړنې وموندله د کولمو او دماغو ترمنځ یوه د پام وړ اړیکه موجوده ده.
ساینسپوهان اوس باور لري چې د کولمو بکتریاوې یوازې د هضم په برخه کې مرسته نه کوي، بلکې کولی شي په مستقیم ډول پر ذهني فعالیت او رواني روغتیا اغېز وکړي.
امریکا کې د نارت وېسټرن پوهنتون په څېړنه کې راغلي چې د کولمو د بکتریاوو بدلونونه په مستقیم ډول د دماغ پر فعالیت اغېز کوي.
د دې ترڅنګ دغه موندنې دا ثبوت لا پیاوړی کوي چې د کولمو او دماغ محور، یعنې د هاضمي سیستم او دماغ ترمنځ اړیکه، د عصبي روغتیا لپاره خورا مهمه ده.
څېړنه څنګه ترسره شوه:
څېړونکو د انسانانو، بیزوګانو او موږکانو ترمنځ د کولمو بکتریاوې او د دماغ فعالیت وڅېړه. د خپلو فرضیو د ازمېښت لپاره، هغوی د انسانانو، بیزوګانو او د بل کوچني تيلرونکي حیوان د کولمو مکروبونه په لابراتواري موږکانو کې ولېږدول.
له اتو اوونیو وروسته، ساینسپوهانو د دماغ په فعالیت کې څرګند توپیرونه ولیدل:
ـ هغه موږکان چې د انسان یا بیزو د کولمو بکتریاوې ور انتقال شوې وې، په هغو جینونو کې یې لوړ فعالیت وښود چې د انرژۍ تولید مسؤلیت لري.
ـ د دوی دماغو ژر زده کړه کوله او نوي چاپېریالونو سره یې ښه تطابق درلود.
ـ برعکس، هغه موږکان چې د یوه کوچني تیلرونکي حیوان بکتریاوې ور انتقال شوې وې، دا ډول بدلونونه یې ونه ښودل.
د څېړنې مخکښ څېړونکي، ډاکټر جان کرایان وویل: «موږ حیران شووچې هغه موږکان چې د انسان یا بیزو د کولمو بکتریاوې یې لرلې، د دماغ د فعالیت داسې بڼې یې وښودلې چې د اصلي ډول (انسان او بیزو) سره ورته وې.»
د عصبي ناروغیو لپاره یې پایلې:
څېړنې دا هم وښودله، هغه موږکان چې د کوچني تیلرونکي حیوان بکتریاوې ور انتقال شوې وې، داسې جینیاتي فعالیت یې درلود چې د اوټیزم د سپېکټرم اختلالاتو او نورو عصبي ناروغیو سره تړاو لري.
که څه هم پخوانیو څېړنو د کولمو د بکتریاوو او د دماغ د اختلالاتو ترمنځ اړیکو ته اشاره کړې وه، خو په دې تړاو شواهد محدود وو. له همدې امله، دغه څېړنه قوي ثبوت وړاندې کوي چې د کولمو مکروبونه کولی شي پر عصبي روغتیا اغېز ولري او ښايي د اوټیزم په څېر ناروغیو کې رول ولوبوي.
د دې څېړنې پایلې د Proceedings of the National Academy of Sciences په نوم مخکښ علمي ژورنال کې خپرې شوې دي.
د کولمو د روغتیا او ذهني هوساینې په اړه ملاتړې څېړنه:
د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې، د ایرلنډ کالج کارک پوهنتون یوه څېړنه خپره کړه چې، پکې د ذهني روغتیا په برخه کې د کولمو رول ته اشاره شوې وه. دغې څېړنې وښودله چې د کولمو مایکروبیوم کې متوازن حرکتکولی شي د خپګان، اضطراب او د مزاج اړوند نورو اختلالاتو خطر راکم کړي.
څېړونکو وموندله چې د انسان په کولمو کې په ټریلیونونو بکتریاوې، فنګسونه او نور مایکروارګانېزمونه ژوند کوي. دا مایکروبونه د هضم او معافیت په پیاوړتیا کې مرسته کوي او د دې ترڅنګ، د دماغ پر فعالیت هم اغېز لري.
د څېړنې یو مخکښ څېړونکی، ډاکټر جان کرایانوایي: «دا مایکرو ارګانېزمونه بدن سره د غذایي موادو په جذب کې مرسته کوي او د ذهني روغتیا او چلند پر بڼې ژور اغېز لري.»
د دې ترڅنګ دکولمو ځینې بکتریاوې ښايي د خپګان، اضطراب او شیزوفرینیا د درملنې په ملاتړ کې هم ګټورې وي.
څه باید وشي؟
کارپوهان د ژوند په طرز کې داسې سپارښتنه کوي چې هر کس باید د کولمو د مایکروبیوم توازن وساتي او دا لارښوونې کوي:
- فایبر لرونکي خواړه وخورئ: فایبر د کولمو ګټورو بکتریاوو ته خواړه برابروي.
- پروبیوتیکونه وکاروئ: د غذایي مکملونو یا تخمیر شوو خوړو له لارې د مایکروبونو توازن ساتل کېږي.
- خوب ته لومړیتوب ورکړئ: کافي استراحت د کولمو روغتیا او عمومي هوساینه پیاوړې کوي.
ډاکټر کرایان ټینګار کړی چې دا عادتونه د کولمو سالم ایکوسیستم ساتلو کې مرسته کوي، او د پایلې په توګه د ذهني فعالیت او رواني مقاومت کچه لوړوي.
دغه موندنې ښيي چې د کولمو او دماغ ترمنځ اړیکه څومره نږدې ده. خو بیا هم، څېړونکي لا ډېرو مطالعاتو ته اړتیا لري تر څو دا میکانیزمونه په بشپړه توګه درک کړي.
سره له دې، دغه څېړنه دا ټینګار پیاوړی کوي چې د کولمو روغتیا نه یوازې پر هضم، بلکې پر ذهني فعالیت او رواني هوساینې هم اغېز لري خو په پایله کې، د کولمو او دماغ ترمنځ د اړیکې درک کول ښايي د عصبي او رواني ناروغیو لپاره د نوو درملنو لاره هواره کړي او په ټوله نړۍ کې میلیونونو خلکو ته هیله وبخښي.