Homeخبرونهد کرکټ نړیوالې شورا د بنګله دېش د کرکټ بورډ وړاندیز رد...

د کرکټ نړیوالې شورا د بنګله دېش د کرکټ بورډ وړاندیز رد کړ

تاند ( چهارشنبه د مرغومي – جدي ۱۷مه)  د هند او بنګله دېش ترمنځ د ناندریو پر دوام تازه د کرکټ نړیوالې شورا د بنګله دېش وړاندیز رد کړ.

یادې شورا بنګله دېش ته په جدي ډول ویلي چې، که هند ته د ۲۰۲۶ نړیوال جام لوبو لپاره سفر ونکړي نو د لوبو پواینټونه به یې مقابلو لوبډلو ته ورکړي.

ای سي سي ویلي: « بنګله دېش به یا هند ته سفر کوي او هلته به د ۲۰۲۶ میلادي کال شل اوریز نړیوال جام لپاره په اعلان شوي مهالوېش لوبه کوي او که داسې نه وي، نو ستاسو پواینټونه به مخالفو لوبډلو ته ورکړل شي.»

د بنګله دېش کرکټ بورډ بیا هغه راپورونه رد کړي چې، ګواکې ورته د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې یا دې هند ته ولاړ شي او یا دې نړیوال جام کې نه لوبېږي.

هند د آی پي اېل له لوبو څخه د بنګله دېش لوبغاړی مستفیظ الرحمن وویست، خو بنګله دېش یې په مقابل کې له بي پي اېل څخه هندۍ پرزنټره وویسته او په دغه هېواد کې یې د آی پي اېل لوبو پر نشر بندیز ولګوه او ورسره یې د کرکټ نړیوالې شورا څخه وغوښتل څو د دوی لوبې له هنده بل هېواد ته ولېږدوي.

د کرکټ نړیوالې شورا یې وړاندیز رد او ترڅنګ هندۍ پرزنټرې رېدماپتک هم هغه تورونه رد کړل چې ګواکې دا د بي پي اېل له لوبو شړل شوې ده.

هغې ویلي، چې په خپله یې له بنګله دېش سره تړون ختم کړ او زیاته کړې یې ده، چې ورته خپل هېواد لومړیتوب لري.

د دغو ناندریو پر دوام د هند اس جي سپورټس کمپنۍ هم له لېټن داس او نورو بنګله دېشي لوبغاړو سره د مالي ملاتړ قراردادونه پای ته ورسول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...