تاند ( چهارشنبه د مرغومي – جدي ۱۷مه) پاکستاني رسنیو ویلي چې، له اسلام اباد څخه کراچۍ ته پر لار د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۵ مسافر مړه او ۲۷ نور ژوبل شوي دي.
د راپورونو له مخې دا پېښه په «چکوال» سیمه کې یو کړنګ ته د بس موټر د غورځېدو په پایله کې رامنځته شوې ده.
رسنیو د مرګ ژوبلې شمېره وروستۍ نه ده ښودلې.
په راپورونو کې ویل شوي چې دا موټر له اسلاماباد څخه کراچۍ ته روان و چې د چلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله چپه شوی دی.
ویل کېږي چې په دې مرګونې پېښه کې ښځو او ماشومانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې هم د پنجاب ایالت په «جهنګ» ښار کې د دوو موټرو د ټکر په پېښه کې ۱۴ کسان مړه او ۲۹ نور ژوبل شوي وو.
له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان او افغانستان کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.