جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه راتلونکو ۳۶ کلونو کې به د افغانستان نیمايي نفوس په ښارونو...

په راتلونکو ۳۶ کلونو کې به د افغانستان نیمايي نفوس په ښارونو کې اوسي

تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۷ مه) ملګرو ملتونو ویلي چې د ښاري کېدو بهیر د جټکتیا له امله به تر ۲۰۶۰ کال پورې د افغانستان نیمایي نفوس په ښارونو کې اوسي، چې دا به له یوې خوا د پرمختګ فرصتونه رامنځته کړي، خو له بلې خوا به د جدي ستونزو سبب شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتونې پروګرام (UN-Habitat) وايي، تر ۲۰۶۰ کال پورې به له هرو دوو افغانانو یو کس په ښاري سیمو کې اوسېږي، چې دا د نفوس په جوړښت کې یو چټک او لوی بدلون ښيي.

دې ادارې په ایکس (X) کې په یوه پوسټ کې دا بهیر «په لنډ وخت کې چټک بدلون» بللی او ټینګار یې کړی چې دا هم خطرونه لري او هم فرصتونه.

یادې ادارې ویلي، دا ښاري وده باید د دوامدار پرمختګ، اقتصادي ودې او د خلکو د هوساینې د ښه کېدو سبب شي، نه دا چې د نابرابرۍ د زیاتېدو سبب شي.

UN-Habitat مخکې هم خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د ښاري نفوس پراختیا په بې‌ساري ډول چټکه شوې، خو ښارونه د دومره زیات نفوس د جذب لپاره کافي بنسټونه او خدمات نه لري.

 د دې ادارې د ارزونو له مخې، په ۱۹۵۰ کال کې یوازې له هرو شلو کسانو یو په ښارونو کې اوسېده، خو دا شمېر تر ۲۰۲۲ کال پورې له هرو څلورو کسانو یو ته لوړ شوی دی. دا بدلون د ښاري پلان جوړونې او ادارې له وړتیاوو ډېر چټک و، او د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې کابل او ځینې نور ښارونه د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دي، چې لامل یې د سرچینو زیات استعمال او کمزورې زیربنا ده.

یادې ادارې خبرداری ورکړی چې که اغېزمنه طرحه او سم مدیریت ونه شي، نو چټکه ښاري وده کولی شي د ناقانونه مېنو د پراخېدو، د استوګنځایونو د کمښت، لومړنیو خدمتونو ته د محدود لاسرسي او په ښارونو کې د بې‌وزلۍ د زیاتېدو لامل شي.

پر له پسې وچکالۍ، په دښتو د کرنیزو مځکو بدلېدل، په مجموع کې د افغانستان د نفوسو چټکه وده او په کلیو کې د خدماتو نشتوالی او کموالی خلک هڅوي چې ښارونو ته مخه کړي.

پر دې سربېره ملیونونه افغانان، چې کلیونه یې په ګاونډیو هیوادونو کې د کډوالو په توګه ژوند کړی، نور نه غواړي چې په کلیو کې واوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...