Homeخبرونهخلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي تړون وړاندیز وکړ

خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي تړون وړاندیز وکړ

تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۷ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه احتمالي امنیتي تړون وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې دا ډول تړون د دواړو ګاونډیو هېوادونو په اړیکو کې اساسي بدلون راوستلی شي.

خلیلزاد په ایکسپاڼه کې په یوه پوسټ کې ویلي، د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې تړون ته اشاره کړې وه او دا یې ناسمه بللې چې ګواکې دغه تړون د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسایل هم حل کوي. خلیلزاد ټینګار کړی چې د دوحې تړون د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ دوه‌اړخیزې اړیکې نه رانغاړي.

خو نوموړي ویلي، همدې څرګندونې یوه مهمه مفکوره راولاړه کړه: دا چې افغانستان او پاکستان دې د متقابلو امنیتي اندېښنو لپاره یو جلا تړون ولري. د خلیلزاد په وینا، دا تړون به دواړه لوري ژمن کړي چې د داعش او تحریک طالبان پاکستان (TTP) په ګډون هېڅ فرد یا ډلې ته اجازه ور نه کړي چې د دوی له خاورې د بل هېواد امنیت ته ګواښ پېښ کړي. هغه زیاته کړې چې د درېیم لوري څارنه کولی شي د تړون د عملي کېدو تضمین وکړي.

خلیلزاد ویلي، د اسلامي امارت له مشرانو سره د خپلو وروستیو خبرو پر بنسټ باور لري چې هغوی د داسې تړون پر سر خبرو ته چمتو دي. هغه دا وړاندیز د افغانستان او پاکستان د اړیکو لپاره «بدلون راوړونکی» وباله، ځکه چې دا اړیکې له کلونو راهیسې د امنیتي لانجو او د وسله‌والو فعالیتونو له امله ترینګلې دي.

خلیلزاد وویل: «توپ اوس د پاکستان په میدان کې دی»، او اشاره یې وکړه چې راتلونکی پرمختګ د اسلام‌اباد په ارادې پورې تړلی دی.

د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کلونو کې څو ځله ترینګلې شوې دي، په ځانګړي ډول د وسله‌والو بریدونو او د دې تورونو له امله چې هر لوری ادعا کوي وسله‌والې ډلې د بل لوري له خاورې فعالیت کوي.

2 COMMENTS

  1. که دا تړون دخلیل په څیر دوه مخه ولری او دمکاری او چل پربنا ولاړوی نو بیا هیڅ ګټه نه لری.
    یوشمېر فاسد کارپوهان دخلیل زاد له شخصیت معجزه جوړه کړی ټول بحث پرېږدی د خلیل په دروغجنه زړه معامله ګری خبرې کوی .
    خلیل زاد وه چې دبن ککړې او قطری. دوحې ډرنامه کې یې افغان ولس بالکل بې برخې کړ!
    یو څو سرتمبه ملایانو سره یې دافغانستان په برخلیک لوبه وکړه. داستاد حقوق پوه ملک ستېز په وینا یو معامله ګر ابلیس!
    اصلا دده په خبرو هغه که پښتو وی او که دری سړی نه پوهیږی چې دی څه وایی؟ هم تیل بندوی اوهم چېلک اچوی هم وایی به جزیاتش نمی روم.
    داهغه لیوه دی چې سهار به استاد سیاف، غرمه له اشرف، مازدیګر له کرزی شپه له ګل مرجان او پیشلمی به یې له دوستم سره ګپ لګاوه .
    افغانستان ده له جنجال او کړکېچ سره مخ کړ . اوس بیا غواًړی دبسوګۍ بل واده راپیل کړی! ولس اوس ښه پوهیږی چې سیمه کې څه ډول لوبه روانه ده!

  2. کابل ته د خلیلزاد د سفر د اهدافو په هکله یو ډنګر نظر:
    ۱ -خلیلزاد د طالبانو په حمام کی ژور نفوذ لری ( اصلاً طالب خپله یوه امریکائی پروژه ده).
    ۲ – امریکائیان پر ایران باندی د سختی حملی اِراده لری نو ځکه ئی خلیلزاد کابل ته لیږلی دی څو پر ایران باندی د حملی په صورت کی د طالب پواسطه په افغانستان کی د ایران د فکری او عقیدتی طرفدارانو احتمالی تُند غبرګون مدیریت او کنټرول کاندی.
    ۳ – خلیلزاد او طالب او پنجاب دری واړه دروغ وائی چی ګواکی د داعش په وړاندی ئی مبارزه کړیده یا مبارزه کوی، همدا اوس د ایران د جنوبِ شرق ( د افغانستان او ایران او پاکستان ګډه سرحدی سیمه) کی په زرګونو داعشی عناصر را غونډ شوی څو پر ایران د امریکا د حملی سره سم د امریکا د بازو په توګه په کرغیړنه لوبه کی ور ګډ شی.
    ۴ – افغانانو بیچارګانو د امریکا د غښتلی دولت سره د امنیتی تړون! څخه څه خیر او ګټه تر لاسه کړه چی د پاکستان څخه ئی تر لاسه کړی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...