پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاریانا افغان هوايي شرکت د خپلو الوتکو لپاره دوه انجینونه رانیول

اریانا افغان هوايي شرکت د خپلو الوتکو لپاره دوه انجینونه رانیول

تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۷مه) د افغانستان ملي هوايي شرکت «آریانا افغان هوايي شرکت» ویلي چې له نړیوالو محدودیتونو سره سره د خپلو الوتنو د دوام لپاره یې له ترکیې او سربیا څخه د الوتکو دوه انجنونه پېرودلي او کابل ته یې انتقال کړي دي.

یاد شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا انجنونه چې ارزښت یې ۴٫۷ میلیون ډالره دی، د سې‌شنبې په ورځ د بار وړونکې الوتکې له لارې کابل ته راوړل شوي دي.

د شرکت په وینا، دا انجنونه به په بوینګ ۷۳۷ او ایربس A310 الوتکو کې نصب شي.

آریانا افغان هوايي شرکت وايي، د دغو انجنونو نصب به د الوتنو ظرفیت زیات کړي او کورني او نړیوال مهالویشونه به پیاوړي کړي.

د هوايي چلند کارپوهان وايي چې زړې الوتکې د نړیوالو هوايي مقرراتو له مخې له محدودیتونو سره مخ دي، چې له امله یې د اوږدو واټنونو الوتنې نه شي ترسره کولی.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، نړیوال بندیزونه او مقرراتي محدودیتونه د دې لامل شوي چې آریانا ته د الوتکو د پرزو او تجهیزاتو ترلاسه کول ستونزمن شي.

سره له دې، آریانا افغان هوايي شرکت لا هم کورنۍ او محدودې نړیوالې الوتنې لري، چې زیاتره یې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته دي، خو اروپا او امریکا ته له څو لسیزو راهیسې د الوتنو اجازه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...