ډاکتر ش میرهکی
د زړه ناروغي هرکال په ټوله نړۍ کې د میلیونونو کسانو ژوند اخلي په ځانګړي توګه په پرمختللو هیوادونو کې په لوړ عمرلرونکو کسانو کې د مړینې لوړه کچه جوړوي خو په بې وزلو ټولنو کې یې پیښي نسبتاٌ لږې لیدل کیږي.
ډیرو دقیقو او نوو څیړنو ښوولې ده چې د سرطاني ناروغیو د ټولو ډولونو په پرتله په امریکا کې د زړه ناروغي هرکال ډیرکسان وژني او نژدې ۷۸۵۰۰۰ کسان هر کال د زړه حملي تجربه کوي.
که تاسو داسې نښې نښانې ولرئ نو ژر تر ژره باید له ډ اکټر سره مشوره وکړئ!
۱ : د سینې درد: په عمومي توګه دا درد به د سینې په کیڼه برخه کې وي، درد به ډیر سخت او نیونکی وصف ولري کله کله به ورسره د سینې د سوځیدنې احساس مل وي، له ګرځیدو، ډوډۍ خوړلو او غوسې سره به زیاتیږي خو د تنفس، ټوخي او د اړخ له بدلولو سره به کوم تغییر نه پکې راځي او ډیری وخت دا درد له ۵-۳۰ دقیقو پورې دوام کوي او یا به له استراحت کولو سره آرامیږي د شدید درد په شتون کې کله کله کانګې هم پیدا کیدای شي خو په یاد مو وي چې دا دردونه کله کله د ژامې، غاړې، د اوږو منځ، لاسونو، غاښونو او یا د خیټې خوا ته هم خپریږي او کله کله ورسره د پښو یخوالی او په لاسونو او پښو کې بوډۍ نیونه هم مل او درد به دومره سخت وي چې د درد ضد په عادي درملو به نه آرامیږي.
۲ : ساه لنډۍ یا نفس تنګي: تاسو به د ساه د لنډوالي او په سینه کې د تنګون احساس ولرئ چې دا ساه لنډي به د ګرځیدو سره ډیره او له استراحت سره به کمیږي او کله کله کیدای شي چې د ډودۍ خوړلو په مهال د نفس تنګي حساس ولرئ او په یاد
مو وي چې دا ساه لنډي به په ناڅاپي توګه منځ ته راځي او ډیری وخت به د سینې له درد سره مل وي.
۳ : د زړه ټکان او یا بې نظمي: ستاسو د زړه ټکان به زیات او تاسو به د وارخطایۍ احساس ولرئ او یا به مو برعکس د زړه حرکات ډیر ورو وي او خیال به کوئ چې همدا اوس به بیهوشي درباندې راشي او یا به مو زړه په غیرمنظم ډول حرکت کوي.
۴ : پړسوب: که تاسو په پښو، خیټه او یا د سترګو په شاوخوا کې پړسوب ولرئ او ورسره مو ساه لنډي هم وي هیله ده چې ژر تر ژره له ډاکټر سره مشوره وکړئ همدارنګه مو پام وي چې په ماشومانو کې د شونډو توروالی او یا شین والی او یا ژرژر ستړي کیدل او یا که ماشومان په لوبو کې لیوالتیا ونه لري نو له ډاکټرسره مشوره وکړئ.
۵ : که تاسو د شکرې په ناروغي اخته یاست نو ډیري وخت د زړه د ناروغۍ د منځته راتلو په مهال درد نه لرئ خو که تاسو د زړه د ټکان زیاتیدل، کمیدل او یا ناڅاپه په خپله سینه کې د یو ډول نیونې او یا ساه لنډۍ احساس ولرئ او یا یو ډول وارخطایي او یا د زړه د حرکاتو ګډوډیدل یا غیرمنظموالی ولرئ ژرترژه له ډاکټرسره مشوره وکړئ ځکه د شکر ډیری ناروغان د زړه د ناروغیو لپاره ښه نوماندان ګڼل کیدای شي.
۶ : که تاسو سګرټ څکوئ نو پوه شئ چې د نورو کسانو په پرتله چې سګرټ نه څکوي د زړه په ناروغیو د اخته کیدو چانس مو ډیر زیات دی نو پورتنۍ نښې نښانې ډير په ځیر په پام کې ونیسئ.
۷ : که په ارثي توګه ستاسو په کورنۍ کې د زړه د نارغیو تاریخچه موجوده وي نو ډیر متوجه اوسئ چې د پورتنیو نښو په لیدو ژر تر ژره له ډاکټر سره مشوره وکړئ.
۸ : په یاد مو وي چې د وزن ډیروالی د زړه د ناروغیو لپاره ښه مساعدوونکی لامل ګڼل کیدای شي؛ نو که ستاسو وزنډیر وي او پورته یاد شوي نښې ولرئ نو بې له ځنډه له ډاکټر سره مشوره وکړئ.
۹ : که ستاسو د وینې فشار لوړ وي او ورسره د غوږونو بونګاری، ګنګسیت، د سر شدید درد، د سترګو د لید کموالی، د یوه شي دوه ګوني لیدنه او د بیهوشي احساس د پورتنیو نښونښانو سره مل وي بې له ځنډه روغتون ته ځان ورسوئ.
۱۰ : که تاسو د وینې د غوړوالي په ناروغي اخته یاست نو پوه شئ چې د نورو ناروغانو پرتله په تاسو کې د زړه ناروغي خطرناکې پایلې لرلای شي نو د پورتنیو نښو څرګندیدو سمدستي له ډاکټرڅخه مرسته وغواړئ او هم د خپلې پخوانۍ ناروغۍ څخه یې خبر کړئ چې دا به ستاسو له لا ښه تشخیص سره پوره مرسته وکړي.
که غواړئ تل روغ زړه ولرئ نولاندې ټکي په پام کې ونیسئ!
۱ : سګرېټ او یا د تمباکو مستحضرات (نصوار) مه استعمالوئ.
۲ : د ورځې لږ تر لږه د ۳۰ دقیقو لپاره سپورت کوئ.
۳ : په خوړو کې میوه، سبزي او حبوبات ډیر کاروئ له زیاتو غوړینو، مالګینو او غوښنیو غذاوو څخه ګټه مه اخلئ.
۴ : هڅه کوئ چې وزن مو زیات نه شي.
۵ : په منظمه توګه خپل معاینات کوئ، لږ تر لږه په شپږو میاشتو کې یو ځل د وینې فشار او د وینې غوړ مو معانیه کړئ په ځانګړي توګه هغه کسان چې د وینې د غوړوالي او یا لوړ فشار پخوانۍ تاریخچه ولرئ، او یوه بله اړینه خبره مو هم باید په ذهن کې وي چې تل درسره د خپل معالج ډاکټر د ټیلیفون شمیره ساتئ.
۶: هیله لرم چې دا ټولې لارښوونې په پام کې ولرئ او دا مسایل بابیزه هم وه نه ګڼئ.