دوشنبه, فبروري 23, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان زعفرانو یو وار بیا په نړۍ کې لومړی مقام خپل...

د افغانستان زعفرانو یو وار بیا په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ

تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۷ مه) د افغانستان زعفران د «هرات زعفران» تر نوم لاندې، د نړیوالې ذایقې د سیالیو په تازه پړاو کې د پرله‌پسې لسم کال په مخه د نړۍ تر ټولو د لوړ کیفیت لرونکي زعفران لومړی مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د بلجیم د بروکسل په ښار کې د نړیوالې ذایقې انستیتیوت له لوري ترسره کېږي.

د نړیوالې ذایقې انستیتیوت له ۲۰۰۵ کال راهیسې د خوراکي توکو او څښاک د خوند کیفیت په مسلکي ډول ارزوي او د حکمیت لپاره له بېلابېلو هېوادونو څخه د څه باندې ۲۵۰ مسلکي اشپزانو او د خوند ازموینې کارپوهانو ټیم کاروي.

د روان کال اصلي سیالي د افغانستان، ایران، هسپانیا او یونان ترمنځ وه، چې دا هېوادونه د نړۍ د زعفران له سترو تولیدوونکو څخه ګڼل کېږي.

ایران د زعفران په تولید کې د افغانستان تر ټولو جدي سیال بلل کېږي.

د افغانستان زعفران تر دې مخکې هم د لوړ کیفيت د معیارونو لکه د رنګ ورکولو قوي توان، پیاوړي بوی او د خوند د مناسب ترکیب له امله، د همدې نړیوالې ادارې په سیالیو کې ۹ ځله لومړی مقام ګټلی دی.

په افغانستان لومړی ځل په ۱۳۸۰ لمریز کال په هرات کې د زعفرانو تولید ته جدي پاملرنه پیل شوه، وروسته دا بوټی نورو ولایتونو ته هم خپور شو او اوس افغانستان د زعفرانو یو له څو مهمو تولیدوونکو هیوادونو څخه شمېرل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان لنډ معاصر تاریخ کتاب له چاپه تازه راووتئ

د کتاب په لومړۍ برخه کي د تاریخ پر علم، د تاریخ پر دورو، د تاریخ پر اهمیت او تاریخي تمدنونو بحث سوی دئ....