تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۷ مه) «لېټل فوټ» چې د انسان د نیکونو تر ټولو له بشپړه پېژندل شوو فوسیلي پاتې شونو څخه ګڼل کېږي، ممکن د انسانانو له یوې بیخي نوي ډول سره تړاو ولري.
د العربیه د راپور له مخې، دا کشف د انسان د تکاملي ونې یوه نااشنا څانګه راڅرګندولای شي.
دا سکلېټ چې د جنوبي افریقا د «سترکفونتین» په غارونو کې موندل شوې، له ۲۰۱۷ کال راهیسې چې په عامه توګه معرفي شوه، تل یوه لانجمنه علمي موضوع پاتې شوې ده، او اوس یوې نوې څېړنې دا اختلافونه نوي پړاو ته داخل کړي دي.
لېټل فوټ لومړی ځل په ۱۹۹۰م لسیزه کې د پښې د هډوکو په موندلو سره وپېژندل شو، خو بشپړ راایستل یې تر شلو کلونو زیات وخت واخیست. دا فوسیل په دودیز ډول د فوسیلونو په «سترالوپیتکوس» ډله کې راځي؛ د انسانانو هغه ډله چې شاوخوا ۴.۲ میلیون کاله وړاندې په افریقا کې اوسېده. خو دا چې لېټل فوټ د همدې ډول انسانانو په کوم ځانګړ خېل پورې تړاو لري، تر اوسه پرې اتفاق نشته. ځینو دا «سترالوپیتکوس افریکانوس» بللی، خو د اصلي موندونکي په ګډون، نورو، دا بېله نوعه ګڼلې ده.
نوې څېړنه چې د استرالیایي څېړونکو تر مشرۍ لاندې ترسره شوې، ښيي چې د لېټل فوټ د کوپړۍ ځانګړتیاوې له دواړو مخکې پېژندل شوو نوعو سره اساسي توپیر لري. د دې څېړنې اصلي تمرکز د کوپړۍ په لاندې او شاتنۍ برخه باندې دی؛ هغه سیمه چې د انسان په تکامل کې عموماً ډېر ورو او د اوږدې مودې په ترڅ کې بدلون کوي. په دې برخه کې څرګند توپیرونه اکثر د نوعې د جلاوالي نښه ګڼل کېږي، نه یوازې د یوې نوعې دننه توپیر.
د دغو موندنو پر بنسټ، لېټل فوټ نه یوازې له پېژندل شوو سترالوپیتکوس نوعو سره بشپړ سمون نه لري، بلکې ښايي د یوې تر اوسه نااشنا نوعې استازی وي. دا تفسیر دې ته اشاره کوي چې په سترکفونتین کې به په یو وخت کې له یوې زیاتې انساني نوعو ژوند کاوه، او د انسان د تکامل تاریخ تر پخوانیو انګېرنو ډېر پېچلی دی. ان دا امکان هم شته چې لېټل فوټ یوازې د تکاملي ونې یو نوی ټکی نه وي، بلکې د انسان د لومړنیو خپلوانو د یوې بشپړې او تر اوسه نه پېژندل شوې څانګې نښه وي.
سره له دې، څېړونکي وړاندیز کوي چې د نوې نوعې رسمي نومول باید هغې ډلې ته وسپارل شي چې له څو لسیزو راهیسې یې د دې فوسیل کیندنه او څېړنه کړې ده. د نوعې د پېژندنې تر څنګ، د لېټل فوټ دقیق عمر لا هم د اختلاف موضوع ده. ځینې یې عمر شاوخوا ۳.۶۷ میلیون کاله اټکلوي، خو نور یې له ۲.۸ میلیون کلونو کم بولي.