Home+د امریکا د پاور بال لاټرۍ ارزښت یو نیم میلیارد ډالرو ته...

د امریکا د پاور بال لاټرۍ ارزښت یو نیم میلیارد ډالرو ته لوړ شو

په امریکا کې د «پاوربال» لاټرۍ تنظیموونکې ادارې اعلان کړی چې د راتلونکې شنبې ورځې د قرعه‌کشۍ ستره جایزه (جک‌پاټ) نژدې ۱.۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.

د راپور له مخې، د چهارشنبې د ورځې د قرعه‌کښۍ ستره جایزه شاوخوا ۱.۲۵ میلیارد ډالره اټکل شوې وه، چې نغدي ارزښت یې (له مالیې وروسته) نژدې ۵۷۲ میلیون ډالر کېده، خو دا قرعه‌کشي هم بې له ګټونکي پای ته ورسېده.

له دې سره، د پرله‌پسې هغو قرعه‌کشیو شمېر چې ګټونکی نه لري، ۴۴ پړاوونو ته ورسېد.

د پاوربال مسوولانو ویلي، چې راتلونکې ستره جایزه د دې لاټرۍ په تاریخ کې پنځمه تر ټولو لويه جایزه ګڼل کېږي.

د پاوربال تر ټولو لويه ثبت شوې جایزه د ۲۰۲۲ کال د نوومبر په میاشت کې ورکړل شوې وه، چې ارزښت یې له ۲ میلیارده ډالرو څخه زیات و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...