پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهفیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام لپاره تر ټولو لوړه جایزه ټاکلې

فیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام لپاره تر ټولو لوړه جایزه ټاکلې

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام لپاره د جایزو یا انعامونو لپاره په تاریخ کې تر ټولو ډېرې پیسې اعلان کړي دي.

د فیفا د اعلامیې له مخې، د ۲۰۲۶ نړیوال جام په سیالیو کې به په ټوله کې ۶۵۵ میلیونه ډالر د انعام په توګه ووېشل شي. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام لپاره ټولټال ۴۴۰ میلیون ډالره د انعام یا جایزې لپاره ځانګړې شوي وو.

د اعلامیې له مخې، د ۲۰۲۶ نړیوال جام اتله (فاتحه) لوبډله به ۵۰ میلیون ډالر ترلاسه کړي، حال دا چې د تېر نړیوال جام اتلې لوبډلې ته ۴۲ میلیون ډالر ورکړل شوي وو.

همداراز، د نړیوال جام دوهم مقام ترلاسه کوونکې لوبډله به ۳۳ میلیونه ډالر، درېیم مقام به ۲۹ میلیون ډالر او څلورم مقام به ۲۷ میلیون ډالر د جایزې په ‌ډول ترلاسه کړي.

د فیفا د معلوماتو له مخې، له پنځم تر اتم مقام پورې لوبډلو ته به هرې یوې ته ۱۹ میلیون ډالر ورکړل شي، او له نهم تر شپاړسم مقام پورې لوبډلو ته به ۱۵ میلیون ډالر ورکړل شي.

همدارنګه، له اوولسم تر دوه‌دېرشم مقام پورې هرې لوبډلې ته به ۱۱ میلیون ډالر او له درې دېرشم تر اته‌څلوېښتم مقام پورې هرې لوبډلې ته به ۹ میلیون ډالر جایزه ورکړل شي.

فیفا دا هم ویلي چې د نړیوال جام سیالیو ته د غوره (کوالیفای) کېدونکې هرې لوبډلې لپاره به د چمتووالي په موخه ۱۵ لکه (۱.۵ میلیونه) ډالر اضافي مرسته هم برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې د فوټبال نړیوال جام ۲۰۲۶ سیالۍ به راتلونکی کال په امریکا، کاناډا او مکسیکو کې ترسره شي، چې پکې به ۴۸ لوبډلې ګډون ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...