جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهایران امیرخان متقي ته د تهران د رسمي سفر بلنه ورکړه

ایران امیرخان متقي ته د تهران د رسمي سفر بلنه ورکړه

تاند (پنجشنبه، د لیندۍږ قوس ۲۷ مه) ایران په رسمي ډول د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته د تهران د سفر بلنه ورکړې ده.

ایراني رسنیو د چهارشنبې په ورځ ناوخته راپور ورکړ چې دا بلنه وروسته له هغې ورکړل شوه چې افغانستان په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو په وروستۍ غونډه کې ګډون ونه کړ.

د راپور له مخې، دا بلنه د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ په کابل کې د کتنې په ترڅ کې وړاندې شوه.

په دې لیدنه کې، محمدرضا بهرامي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي چارو د څانګې مشر هم دی، مولوي امیرخان متقي ته د تهران رسمي بلنه وسپارله او له کابل سره د اړیکو پر ارزښت یې ټینګار وکړ. نوموړي همداراز وغوښتل چې افغانستان د سیمه‌ییزو همکاریو په چوکاټ کې فعاله ونډه ولري.

دواړو لورو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراخولو، د متقابلو تعاملاتو پر پیاوړتیا او د سیمه‌ییزو همکاریو د ټینګښت پر اړتیا ټینګار وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...