د هندوستان کرکټ لوبډلې پخواني کیڼ لاسي توپ وهونکي د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې څخه غوښتنه کړې، چې هغو لوبغاړو ته په بهرنیو لیګونو کې د لوبېدو اجازه ورکړي، چې له کرکټ بورډ سره اوسمهال رسمي قرارداد نه لري.
د هندوستان د کرکټ لوبډلې پخواني کیڼ لاسي هیټر توپ وهونکي سورېش رېنا له یوسف پټان سره په خبرو کې څرګنده کړې، چې د هندوستان کرکټ بورډ باید هغو لوبغاړو ته په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو حق او اجازه ورکړي، چې د هندوستانۍ لوبډلې قرارداد نه لري.
سوریش رېنا: هند کرکټ بورډ هغو لوبغاړو ته په بهرنېو لیګونو کې د لوبېدو اجازت ورکړی چې قرارداد نلري