تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۷ مه) د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ اعلان کړی چې هېواد ته به د «دریمې نړۍ» له ټولو هېوادونو څخه مهاجرت د تل لپاره بند کړي.
د پنجشنبې په ورځ د امریکا د کورني امنیت وزارت چارواکو هم ویلي چې ټرمپ د پناه او دایمي استوګنې کارتونو (ګرین کارډ) د پراخې بیاکتنې امر کړی چې د جو بایډن په حکومت کې منظور شوي او د ۱۹ هېوادونو اتباعو ته صادر شوي دي.
دا پرېکړه داسي مهال اعلانېږي چې د سپینې ماڼۍ ترڅنګ برید وشو او ټرمپ یې علت د بایډن د حکومت د «کمزورې امنیتي تصفیې» پایله وبلله.
ټرمپ په خپل ټولنیز پلیټفارم «ټروت سوشل» کې لیکلي:
«زه به د درېیمې نړۍ د ټولو هېوادونو مهاجرت د تل لپاره بند کړم، ترڅو د امریکا سیستم پوره بېرته ورغېږي. د بایډن د حکومت میلیونونه غیرقانوني قبولې شوې دوسیې به لغوه کړم، او هر هغه څوک به، چې د امریکا لپاره خالصه ګټه نه لري، له هېواده وباسم.»
هغه کوم هېواد په مشخص ډول نه دی یاد کړی او نه یې توضیح کړې چې د «تلپاتې بندیز» تعریف یې څه دی.
ټرمپ زیاتوي چې ټولې فدرالي مرستې او امتیازات به له هغو کسانو پرې شي چې د امریکا اتباع نه وي، او هغه مهاجر چې «کورنی نظم ګډوډوي» له تابعیته ایستلی شي. همدارنګه، هر هغه بهرنیان به، چې «مالي بار، امنیتي خطر، یا له لوېدیځ مدنیت سره ناموافق» بلل کېږي، له امریکا څخه وشړل شي.
تر اوسه سپینې ماڼۍ او د امریکا د تابعیت او مهاجرت ادارې په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
د سپینې ماڼۍ برید او د افغان مهاجر په اړه غبرګون
ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د ملي ګارډ یوه ښځینه سرتېره، سارا بیکستروم، د چهارشنبې د برید له ټپونو مړه شوه. بل سرتېری لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
په دغه برید کې تورن کس یو افغان مهاجر، ۲۹ کلن رحمانالله لکڼوال بلل شوی، چې په ۲۰۲۱ کال کې د بیا استوګنې د ځانګړي پروګرام له لارې امریکا ته رسېدلی و. راپورونه وايي چې هغه لس کاله په افغان پوځ کې دنده اجرا کړې او له ځانګړو امریکایي ځواکونو سره یې ګډ ماموریتونه لرل.
د سيایاې پخواني مشر جان رټکلیف تائید کړې چې لکڼوال د خپل حضور په موده کې له استخباراتي ادارو او د امریکا له پوځ سره همکاري درلوده.
که څه هم دغه پروګرام د بایډن په حکومت کې د هغو افغانانو د خوندي کولو لپاره پيل شو چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په خطر کې وو، خو رویټرز لیکلي چې لکڼوال په ۲۰۲۵ کال کې د ټرمپ په حکومت کې پناه اخیستې وه.
د امریکا د تابعیت او مهاجرت ادارې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغان اتباعو د ټولو مهاجرتي غوښتنلیکونو پروسس «تر نامعلومې مودې» ودرول شو.
ټرمپ وویل: «دا اقدامات د دې لپاره ترسره کېږي چې غیرقانوني او ګډوډوونکي کسان کم شي. یوازې بیرته مهاجرت (reverse migration) کولای شي دا وضعیت په بشپړ ډول اصلاح کړي.»
د مهاجرت په وړاندې سخت دریځ د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین یو اساسي محور دی.
شنونکي وايي، په امریکا کې د یوه افغان مهاجر له لوري پر امنیتي ځواکونو برید به په سیاسي ډګر کې پراخ اغېز ولري.
په امریکا کې افغانان د فشار او احتمالي غچ وېره لري
ډېری افغانان چې په امریکا کې مېشت دي وايي، له دې برید وروسته اندېښمن دي چې که حالات سخت شي، هغوی به په نښه شي.
یوه افغان چې د کلیفورنیا اوسېدونکی دی، د ازادې اروپا راډیو ته ویلي:
«زه یو کال کېږي چې دلته د پناه غوښتونکي په توګه ژوند کوم او لا مې ګرین کارډ نه دی اخیستی. اوس سخته ویره لرم. یوازې زه نه، بلکې ټول افغانان دلته په اندېښنه کې دي. موږ د اخراج له خطر او نورو ستونزو ویرېږو، ځکه بیرته ستنېدل زموږ لپاره خورا خطرناک دي.»
یو بل افغان چې اوس په پاکستان کې د انتقال په تمه بند پاتې دی وايي چې دې پېښې تر افغانستان او پاکستان پورې هم د وېرې څپه خپره کړې ده.
هغه چې شل کاله یې له امریکایانو سره کار کړی و، وایي:
«هر څه مې خرڅ کړل او کورنۍ مې اسلامآباد ته راوسته. موږ هر څه وکړل چې امریکا ته ولاړ شو، خو اوس په ناامیده حالت کې ناست یو. دوی باید یو کس مجازات کړي، نه دا چې ټول افغان پناهغوښتونکي د یوه سړي په کړنې سزا کړي.»
د لنډمهالي خوندي وضعیت لغوه کېدل
د افغان پناهغوښتونکو حالت مخکې له دې هم خراب شوی و، ځکه د هغوی د لنډمهالي خوندي وضعیت (TPS) موده د جولای په ۱۴مه پای ته رسېدلې وه. دا بدلون له ۹ څخه تر ۱۲ زره افغانانه اغېزمنوي چې په قانوني ډول په امریکا کې اوسېدل او کار یې کاوه.
د امریکا د داخلي امنیت وزارت ویلي چې د TPS لغوه کېدل د دې وزارت د ارزونې پر بنسټ ترسره شوي، چې په وینا یې د افغانستان وضعیت «کافي ښه شوی» او نور د دې وضعیت قانوني معیارونه نه پوره کوي.