یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeخبرونهیوه اوونۍ کې کابل ته د ۳۱۹ بې‌اسنادو موټرو د تګ راتګ...

یوه اوونۍ کې کابل ته د ۳۱۹ بې‌اسنادو موټرو د تګ راتګ مخه نیول شوې

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۱۵مه) د  طالبانو دکورنیو چارو وزارت د عامه امنیت پولیسو ریاست خبر ورکړی چې د ځانګړو عملیاتو پرمهال د کابل په دروازو کې له قانوني اسنادو پرته له ۳۱۹ څخه زیاتو موټرو د تګ راتګ مخه نیول شوې ده.

په دې اړه د خپرې شوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا عملیات د ترافیکو عمومي ریاست سره په همکارۍ د امنیت، ښاري نظم او په پلازمینه کې د احتمالي جرمونو مخنیوي په هدف، په ځانګړي توګه د ارغندۍ او شمالي کابل دروازو کې پیل شوي.

سرچینې لیکلي چې له یوې اوونۍ راهیسې د دې عملیاتو پرمهال هغه موټرونه چې د اعتبار وړ اسنادو پرته یې سفر کاوه، د جزئیاتو له چک کولو او ثبتولو وروسته کابل ښار ته نه دي پرېښودل شوي او د پولیسو ښارګوټي ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو عامه امنیت پولیسو د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کې د ګڼ شمیر پوستو د ځای پر ځای کولو اعلان هم کړی چې د ترافیکو ریاست سره په نږدې همکارۍ کې کار کوي ترڅو د اسنادو پرته یو کیلي موټرونه وپیژني او ونیسي.

د راپورونو له مخې، دا موټرونه د نورو پلټنو لپاره د پولیسو ښارګوټي ته لیږدول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...