Homeخبرونهد مکسیکو ولسمشرې له هغه چا محکمې ته شکایت وکړ چې په...

د مکسیکو ولسمشرې له هغه چا محکمې ته شکایت وکړ چې په پر دې یې فزیکي تېری کړی و

تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۱۵ مه) د مکسیکو ولسمشرې کلودیا شینباوم، اعلان کړی چې پر هغه سړي یې رسمي قضایي دعوه ثبت کړې، چې له خلکو سره د لیدو پر مهال یې پرې فزیکي تعرض کړی او هڅه یې کړې وه هغه ښکل کړي.

دا شکایت یوه ورځ وروسته له هغه ثبت شو، چې د دې پېښې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره او له پراخ غبرګون سره مخامخ شوه.

شینباوم، چې د مکسیکو لومړۍ ښځینه ولسمشره ده، رسنیو ته وویل:

«کله چې له ولسمشرې سره دا ډول کار کېږي، نو د دې هېواد له نورو ځوانو ښځو سره به څه وشي؟ هېڅ سړی حق نه لري د ښځو په شخصي حریم کې لاس‌وهنه وکړي.»

هغې ټینګار وکړ چې جنسي ځورونه باید جزایي جرم وګڼل شي او د قانون له مخې د سزا وړ وي. شینباوم زیاته کړه چې د ښځو د چارو له وزارت څخه یې غوښتي، دا موضوع دې په ټولو ایالتونو کې وڅېړل شي.

د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د دې پېښې ویډیو چې په چټکۍ سره په انټرنېټ کې خپره شوه، د ډېرو مکسیکویانو لپاره د ښځو د ناامنۍ نښه وه، په داسې هېواد کې چې د نرواکۍ او جنسي تاوتریخوالي فرهنګ پکې ژورې رېښې لري.

دغه پېښه همدارنګه د شینباوم د امنیتي ټیم په اړه پوښتنې راپورته کړې، ځکه هغې د پخواني ولسمشر آندرس مانوېل لوپز اوبرادور په څېر د لږ ساتنې پالیسي غوره کړې ده او غواړي له خلکو سره نېغ په نېغه اړیکه وساتي.

سره له دې، شینباوم د چهارشنبې په ورځ وویل چې له خلکو سره د نژدې پاتې کېدو دا طرز به نه بدلوي، او زیاته یې کړه:

«موږ باید له خلکو سره نژدې واوسو.»

پیښه د سې‌شنبې په ورځ د مکسیکو ښار په تاریخي مرکز کې هغه وخت رامنځته شوه، چې شینباوم له ملي ماڼۍ څخه د پوهنې وزارت ته په لاره وه او له خلکو سره یې روغبړ کاوه.

په ویډیو کې ښکاري چې د منځني عمر یو سړی تر شینباوم لاس راچاپېره کوي، د هغې سینه لمسوي او هڅه کوي هغه وویني. شینباوم د هغه لاسونه شاته کوي او سمدستي د هغې یوه کارکوونکې د دواړو ترمنځ درېږي. په هماغه شېبه کې د ولسمشرې امنیتي ټیم نژدې نه لیدل کېږي.

شینباوم همداراز د مکسیکويي ورځپاڼې رفرما له لوري د دې تصویر خپرېدا وغندله او هغه یې د «بیا قرباني کولو» په توګه یاده کړه، او زیاته یې کړه:

«د دې تصویر خپرول هم جرم دی. زه د ورځپاڼې له خوا د بخښنې تمه لرم.»

د فدرالي حکومت د ښځو وزارت، چې د شینباوم په وړاندیز جوړ شوی، د سې‌شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې له ښځو وغوښتل چې د تاوتریخوالي پېښې رسمي چارواکو ته راپور کړي، خو له رسنیو یې غوښتنه وکړه چې هغه محتوا نه خپروي چې د ښځو حیثیت ته زیان رسوي.

خو فمېنسټ فعالانو مخکې له دې پر شینباوم انتقاد کړی و چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یې کافي اقدامات نه دي کړي. هغوی وايي، د ښځو د وژنو (فېمینیسایډ) ډېری قضیې لا هم د کمزورو څېړنو او قضایي تعقیب له نشتوالي سره مخامخ دي.

د مکسیکو د دولتي معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د ښځو د وژنې لږ تر لږه ۸۲۱ پېښې ثبت شوې دي، او یوازې د سنبلي تر میاشتې پورې ۵۰۱ نوې پېښې ثبت شوې دي — هغه شمېر چې د ښځو د حقونو فعالان یې «تر واقعي شمېرې ډېر کم» بولي.

په اوس وخت کې، جنسي ځورونه د مکسیکو په نژدې نیمایي ایالتونو او همدارنګه په پلازمېنه مکسیکو ښار کې قانوني جرم بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...