تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۱۵مه) د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون په حواله لیکلي چې پرون (چهارشنبه، لړم ۱۴مه) له بېلابېلو لارو ۲ زره ۵۰۰ کورنۍ، چې نږدې ۱۵ زره کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینې لیکلي چې له راستنو شویو کډوالو سره بېلابېلې مرستې شوې دي.
بل لورته په پاکستان کې د هغو ۱۶ افغان ډاکترانو د نیولو راپور هم ورکړل شوی چې هلته په زدهکړو بوخت وو.
د راپورونو له مخې د دغو افغان ډاکترانو د وېزې موده ختمه شوې وه خو د حکومت له لوري ورته د بیا تمدید موقع نه ده ورکړل شوې.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو راستنېدل په بېسارې توګه زیات شوي چې د راپورونو له مخې یوازې په تېرو شاوخوا څلورو میاشتو کې ایران نږدې یو نیم میلیون کډوال را ایستلي دي.