Homeخبرونه‏د پاکستان د دولتي هوايي شرکت PIA هر ډول کورنۍ او نړیوالې...

‏د پاکستان د دولتي هوايي شرکت PIA هر ډول کورنۍ او نړیوالې الوتنې ځنډېدلي

تاند (سې شنبه د لړم ـ عقرب ۱۳مه) دا وروسته له هغې ده چې د الوتکو انجنیرانو له کاره لاس واخیست او د الوتنو د تخنیکي اجازې ورکولو بهیر یې په ټپه ودراوه.

د راپورونو له مخې، د دوشنبې له ماښام وروسته د پاکستان په کچه ټول پروازونه درېدلي دي.

تر اوسه ۱۲ نړیوالې الوتنې ځنډېدلې دي، چې زیات مسافر پکې د عمرې ادا کوونکي دي.

د مالوماتو له مخې د الوتکو د انجنیرانو ټولنې ویلي، دوی به تر هغه وخته کار ته بېرته ستانه نه شي څو، د پاکستان د دغه دولتي هوايي شرکت د عمومي رییس چلند بدل نه شي.

د دوی په وینا، له انجنیرانو غوښتنه کېده چې د خوندیتوب اصولو خلاف الوتنې تایید کړي، خو هغوی دا کار د مسافرو د ژوند له خطر سره تړلی بللی دی.

ادارې د انجنیرانو پر ضد د سختو اقداماتو امر کړی او ویلي یې دي چې دا اعتصاب د PIA د خصوصي کولو د پروسې د ګډوډولو هڅه ده.

د یاد شرکت ویاند ویلي، د لازمي خدماتو قانون پلی دی او د کار پرېښودل قانوني جرم ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...