Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالبانو د کان کیندنې پروژو کې له کورنيو سرچینو د گټې اخیستنې...

طالبانو د کان کیندنې پروژو کې له کورنيو سرچینو د گټې اخیستنې د پالیسي مسوده تایید کړه

تاند (سې شنبه د لړم ـ عقرب ۱۳مه) د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت، د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کان کیندنې پروژو کې له کورنيو سرچېنو څخه د گټې اخیستنې پالیسۍ مسوده تایید شوه.

د طالبانو یاد معاونیت زیاته کړې، چې تایید شوې مسوده د وروستۍ پرېکړې لپاره اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوه.

سرچېنې زیاته کړې، د دې پالیسۍ په تطبیق سره به د کان کیندنې برخې د کاري ځواک فني او حرفوي مهارتونه لوړ، د کان کیندنې په پروژو کې به دوامداره کاري فرصتونه رامنځته، د کان کیندنې په پروژو کې به له کورنیو سرچینو څخه گټه اخیستنه زیاته او پر وارداتو به تکیه راکمه شي.

د سرچینې په خبره دغه راز د کورنیو صنايعو او سیمه ییز اقتصاد ودې ته زمینه برابره شي.

افغانستان چې د کانونو له اړخه بډایه هېواد دی، افغان چارواکو یې د کیندنې پروسه کې د روڼتیا هڅې ګړندۍ کړي چې په مټ یې د ګڼو بنسټیزو پروژو چارې چټکې شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...