تاند (یګشنبه د تلې ـ میزان ۲۰مه) د طالب پوله ساتو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د تېرې شپې د نښتو او تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې مهمې خبري ناستې د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
د طالبانو ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دا خبري غونډه به نن غرمه ۱۱ بجې ترسره شي.
مجاهد د دغې خبرې غونډې په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي؛ خو ویلي یې دي چې پرمهال به یې د طالبانو له لوري پر پاکستاني پوځیانو او تاسیساتو د تېرې شپې د بریدونو په تړاو وروستي جزیات له رسنیو سره شریک کړي.
تېره شپه طالبانو د هېواد په ۷ ولایتونو کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه پر پاکستاني پوځیانو او تاسیساتو بریدونه وکړل.
طالبانو دا بریدونه پر کابل د پاکستاني جیټ الوتکو د وروستي برید غچ اخېستل یاد کړي دي.