Homeخبرونهپه تېرو ۶ میاشتو کې تر یو میلیون ډېرو کسانو الیکترونیکي تذکرې...

په تېرو ۶ میاشتو کې تر یو میلیون ډېرو کسانو الیکترونیکي تذکرې اخیستي

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۱۶ مه) د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې تر یو میلیون او شپږ شپېته زره ډېرې برېښنايي تذکرې وېشلې دي.

د دې ادارې په وینا، د تذکرو اخیستونکو نارینه‌ وو شمېر د ښځو پرتله درې چنده زیات دی.

یادې ادارې د سې شنبې په ورځ (د میزان ۱۵مه) اعلان وکړ چې له دې شمېر څخه ۸۰۴ زره او ۷۸۹ نارینه او ۲۶۱ زره او ۲۷۸ ښځو تذکرې ترلاسه کړې دي. دا شمېرې ښيي چې درې چنده ډېرو نارینه‌ وو د ښځو پرتله تذکرې اخیستې دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، له هغه وخته راپه دې خوا چې د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر پیل شوی، تر اوسه ۱۶ میلیونه او ۵۶۱ زره هېوادوالو ته تذکرې وېشل شوې دي.

دې ادارې د شنبې په ورځ (د میزان ۱۲مه) ویلي و، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۴۳ زره کاغذي تذکرې د هېواد دننه او بهر تأیید او تصدیق شوې دي.

سربېره پر دې، په همدې موده کې د شاوخوا ۱.۳ میلیونه کسانو هویت هم تثبیت شوی دی.

اداره زیاتوي، د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د شاوخوا ۲۵ زره کسانو تذکرې په حضوري ډول او تر ۱۷ زره څخه د زیاتو مهاجرینو تذکرې په غیرحضوري ډول تصدیق شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...