تاند (چهارشنبه، د تلې/ نیزان ۱۶ مه) افغان لیکوال او د طب ډاکتر اکبر وردک د ۸۵ کلونو په عمر په فرانسه کې وفات شو.
ډاکتر اکبر وردک، چې د اورتوپیډي متخصص و، ډېره موده په فرانسه کې د پوهنتون استاد او د یوه مهم دولتي روغتون رييس و.
اکبر وردک په فرانسوي ژبه د فرانسې او امریکا د طبي ژورنالونو لپاره علمي- تحقیقي لیکنې کړي او پښتو- فرانسوي ډیکشنري یې تالیف کړې ده.
ده یو شمېر لنډې کیسې هم له فرانسوي ژبې پښتو ته رااړولي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ډاکتر وردک ته د هغه د علمي خدمتونو د درناوي لپاره د سیدجمال الدین عالي نښان ورکړی و.
اکبر وردک په میدان وردک ولایت کې زېږېدلی، د دغه ولایت له محمدجان خان وردک لېسې څخه تر فارغېدو وروسته یې د کابل طب پوهنځی لوستی او وروسته په اورتوپیدي کې د دوکتورا د ترلاسه کولو لپاره فرانسې ته لاړ.
انا لله و انا الیه راجعون. الحکم لله
د استاد ، متخصص ډاکټر ، موءلف د قاموس، او لیکوال وردک صاحب اکبر خان مړینه یوه لویه ضایعه ګڼم
پخپله هغهء ته د فردوس جنت او کورنۍ،دوستانو او شاګردانو ته یی جمیل صبر د لوی الله له درباره غواړم.