Homeخبرونهد افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د کرکټ د یو ورځینو لوبو...

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د کرکټ د یو ورځینو لوبو لړۍ نن پیلېږي

تاند (چهارشنبه د تلې ـ میزان ۱۶مه) ‏افغان لوبډلې د بنګله دېش پر وړاندې د لومړۍ یو ورځنۍ لوبې لپاره تېر ماښام خپل وروستي تمرینات ترسره کړي.

افغان کرکټ بورډ وايي، دا تمرینات د یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ د چمتووالي په موخه شوي دي.

ټاکل شوې، چې د افغان کرکټ ملي لوبډله نن د افغانستان پر مهال د مازدیګر په ۴:۳۰ بجو د سیالۍ ډګر ته ښکته شي او د بنګله دېش پر وړاندې خپله یو ورځنۍ لوبلړۍ پیل کړي.

افغان لوبډلې له دې وړاندې د سیال بنګله دېش پر وړاندې درې نړیوالې شل اوریزې لوبې وبایللې.

د کرکټ څارونکي وايي، چې د ملي لوبډلې د وروستیو کمزورو پایلو اصلي لامل د لوبغاړو په ناسم غوراوي او د کرکټ بورډ په بې ثباته پالیسیو کې نغښتی دی.

هغوی له افغان کرکټ بورډ څخه د پراخو اصلاحاتو، حساب ورکونې او د وړتیا پر بنسټ د لوبغاړو د ټاکلو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...