یکشنبه, نوومبر 16, 2025
Homeخبرونهد افغانستان په اکثرو سیمو کې خواله رسنۍ نه لیدل کېږي

د افغانستان په اکثرو سیمو کې خواله رسنۍ نه لیدل کېږي

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۱۶مه) په کابل، غزني، جلال اباد او څو نورو ښارونو کې ګڼو کسانو نن تاند ته وویل چې له تېرې شپې راهیسي فیسبوک، انسټاګرام او نورې خواله رسنۍ نه شي لیدلی.

ځینې وايي چې په فیسبوک کې متن ویني خو ویدیو او عکس نه شي لیدلی.

ځینو نورو ویلي چې له وټس اپ پرته ټولې خواله رسنۍ یوازې په وي پي این کار کوي.

د دوی په باور طالبانو خواله رسنۍ منع کړي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ټولنیزو شبکو د بندېدو یا محدودېدو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

دا کار وروسته له هغه کېږي چې د کابو دوو اوونیو لپاره په ټول افغانستان کې انترنیټي خدمات پرچاو شوي وو.

په عین حال کې په کندهار او کندوز ولایتونو کې پرون تر ډېرو پورې انترنیټ نه و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) ‏د بالیووډ پېژندل شوي ستوري، درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه...