یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکالمونهقانعله تابوتونو را ولاړشوي خلک

له تابوتونو را ولاړشوي خلک

د ننګرهار حاجي حضرت باز کاکا د خندا سړی وو ، خدای دې د خپلو نا زولو دوستانو په ډله  کې د جنت د شنو جلګو بلبل کړي .

که څه هم سندرغاړی وو،خو د خان طبع يې درلوده ، پر د سترخوان يې په کچه ګړۍ کې سوکړک، شړومبې او د شنې شفتلې سابه په اسانه پیدا کېدل .

چې کورته به ورغلې ،نو د خپل د سترخوان په زیارت به يې ضرور مشرف کولې . موږ ته یې ویل چې مولوي خالص مي یار دی ، د یارۍ ټول صفتونه ورکې شته خو دریغه چې د د سترخوان سړی نه دی ،ځکه چې ملا دی, له ملا څخه څه مه غوا ړه.  متل دی ، چې ملا ملا غوړي دي ، وې غږ مه لره سړي دي ، وې ملا ملا مار دی وېل داخو دښو ځوانانو کار دی .

دباز کاکا دخندا ډېرې کیسې راسره شته ، د پېښور د اوړي په تودو ورځو کې کله چې به دغرمې سخته تودوخه د ژېړ لمر په اوږو لږڅه ورپورته شوه او د بنیادمانو دخولو چينې به لږڅه وچې شوې، نوبازکاکا به د ناصر باغ د لويې ویالې پرغاړه خرامان خرامان زموږ د بانډارونو حجرې ته را روان وو . بازکاکا به کیسې کولې او موږ به یې پر کیسو مزې لوټلې . بس له ما ذیګره تر ماښامه به د باز کا کا مجلس ته ناست وو .

کله کله خو به یارانو پر غبرګو تشو لاس ونیو، چې له واکه وتلې بېباکه خندا را ایساره کړي . دچا به د خندا له وجې په سترګو کې اوښکې را پیدا شوې ، څوک به د خندا په وجه دکوټې پرغولي رغړیدلو چې نا رامه خندا ارامه کړي ،خو باز کاکا به د ژوندانه ترخه حقیقتونه د طنز له خوږو سره د خندا په څپوکې نڅول.

یوه ورځ يې کیسه راته کوله چې د سروبي په سهاکو کې مي یو یار وو ، زوی ته یې واده راووړ زه يې هم مجلس ته ور بللی وم ،دوې دری شپې مي له یاره سره تيرې کړې او بله ورځ د کور په قصد له سروبي را روان شوم، چ‎ې پر لویه لاره کوم بس یا سروېس او یاخو هم کوم بار وړونکی موټر ومومم او کورته ولاړشم .

په حساب شپږ ساعته پرلار موټر ته انتظار پاتي شوم ، له شپږو ساعتونو وروسته ایله یوه زړه او ګړبنه لارۍ چې مالګه ، بوره او نور ټک وپوک په کې بار وو را ورسیده.

لارۍ بریک وواهه اوکلېنر زه دلارۍ  و جنګلې ته ور پورته کړم ، په جنګله کې یو صندوق پروت وو او زه د صندوق د پاسه کېناستم . او لاس مي ټینګ ونیو.

زړه او ګړبنه لارۍ په جټکو جټکو تر ورېښمین تنګي ورتېره شوه او د ماښام په خړه فضا کې د درونټې له بند سره ودرېده .

د درونټې کانال له نه وو جوړشوی کار پرې روان وو ، د کانال له پروژې سره د پولیسو او جندرما ژاندارم  یو سر ماموریت وو ، چې د پروژې ، کاتبان ،سرکاتبان ، ماموران او دا نوريې ساتل .

څنګه چې لارۍ ودریده له سېټه دوه دری کسه راکوز شول ، کلینډر چې ماته وکتل چیغه یې کړه چې مړی را پاڅیدلی دی . ډرېور، کلینر او دوو نورو کسانو منډه کړه ، ما ورپسې منډه کړه ، منډه ،منډه ، منډه.  بالاخره موټروان کلینراو ورسره ملګري يې دپولیسو او جندرما په سرماموریت ورننوتل او فریاد يې شروع کړچې له تابوت څخه مړشوی بنیادم را پاڅېدلی دی او منډې راپسې وهي . پولیس بهر را ووتل او چې پرمايې سترګي ولګېدې نو خلکو ته یې وویل چې مه ډاریږئ داخوباز استاذ دی.

پخوا خلکو مرده ګان په تابوتونو کې نه اېښودل . په کټونوکې یې لېږدول. پولیس ،موټروان ، کلینراو دمړشو‎ي کس یو خپلوان ولاړل، دلارۍ سر ته وختل کله چې يې تابوت خلاص کړ نو وفات شوی کس هماغسي ورکي پروت وو .

د بازکاکا کیسه مي دجهاد او مقاومت دټېکه دارانو تر مرګ پورې رایاده شوه ، کله چې دعمري عدالت او د سید قطب د مکتبي اسلام ډرامه دکابل په واټونو کې دعصر او زمان ټر ټولو ستره تراژیدي او غمیزه شوه ، نو طالب جان له کېبل سره ډګر ته راودانګل ، خلکو ته يې ویل ، چې داکېبل موخوښ دی او که په کابل کې د رباني کانتینري حکومت ؟

مخلوق په ځواب کې ورته وویل ، چې ملا وروره  د رباني حکومت بې ناموسي راواړوله ، د رباني حکومت له ماله خلاص کړو، له عیاله يې خلاص کړو ، په جېب کې سل افغانۍ مو د یوې افغانۍ ارزښت پیدا کړ.

کېبل مو خوښ دی ،دیوې قبضې ږیري پرځای به دوې قبضې ږیره درته پریږدو که مو تسلي نه کیږي نو دری لوېشتې لکۍ به هم درته پریږدو ،ژر مو له دغه شر اوفساد څخه وژغورئ‎ .

هماغه وو چې د طالب کېبل او ډاټسن جهاد او مقاومت د کولاب په سوړه ومانډه .

او څه سر دي ګرزوم خبرې د کتاب ښې دي ، د امریکا په لارۍ کې د جهاد او مقاومت تابوت بېرته کابل ته را ولیږدول شو، خلکو ته يې چیغه کړه ، چې متوفی دجهاد او مقاومت له تابوت څخه راپورته شوي دي خلکو منډه کړه .

��و چې بېرته یې د جهاد او مقاومت تابوت ته وکتل نو متوفی د جهاد او مقاومت هماغسي لا په تابوت کې پروت دی .

زه یوه خبره در ته کوم ، هغه داچې د جوزا په ۲۴نېټه د جهاد او مقاومت د دروغجن شعار د تد فین مراسم را رسیدلي دي .

په دې مراسمو کې د افغانستان د خلکو تاریخي ګډون به دا خبره یقیني کړي، چې نور نو د ټوپک او پاټک، امرصاحب او قوماندان صاحب کانتینري حکومت او اهل حل وعقد، چې زموږ د کلي عبدالباري کاکا يې عبدالحق بولي وخت دتل لپاره تېرشوی دی .

د جهاد او مقاومت دتابوت له مینځه د مړي له راپورته کېدو مه ډاریږئ، ځکه په تېرو دوولسو کالو کې جهاد او مقاومت د حکومت د ماشین اتیا فېصده برخه جوړوله او دحکومت دغه اتیا فیصده برخه له مړوحجراتو ، مړو هډونو، بې حرکته وینې او بې برکته غوښې څخه جوړه وه .

د دنیا ډېره ستره پانګه دهمدغې اتیا فیصده متوفی برخي په وجه د تابوت او قبرستان برخه وګرزیده .

مړو ته دوعا وکړئ ت،مړي بیرته مه راژوندي کوئ ، دمړو دي خدای مل شي .

راځئ د ژوند لوبه وکړو، راځئ ژوند ته په درنه سترګه وګورو.

د ژوندي ملت اراده  د ژوند د ګټلو تماشه ده .

همدغه تماشه دنیا ته وښایاست ،چې عرب او عجم ،مغل او انګریز،غجراو هندو ټول ګوته په غاښ درته ونیسي.

د جوزا په ۲۴ ترشاه ټول پلونه وران کړئ ، پرشاتګ نشته ، پرمخ ورځو یوه حیدري ناره پورته کوو .

یاچهار یار

د مړو تابوتونه دهدیرو لپاره دي ، نه د ژوندیو خلکو د حکومتونولپاره .

یو واري بیا چهار یار .

3 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب