نن سهار له شپږو بجو څخه د امریکا ټولې دولتي ادارې تړل شوې دي، ځکه چې د حکومت د لګښتونو په اړه په سنا کې موافقه ونه شوه. دغه حالت چې ورته Shutdown ویل کېږي، تر هغو به دوام وکړي تر څو چې دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي یوې موافقې ته سره ونه رسېږي.
د دواړو سیاسي ګوندونو ترمنځ لانجه د روغتیايي سبسایډیو د غځولو پر سر ده.
دیموکراتان وايي یوازې هغه وخت د حکومت د بودجې ملاتړ کوي چې جمهوري غوښتونکي د روغتیايي مرستو د سبسایډیو تمدید ومني. خو جمهوري غوښتونکي تور پورې کوي چې دیموکراتانو حکومت “ګروي نیولی” دی.
یوازې څو دقیقې وروسته د سپینې ماڼۍ د بودجې او مدیریت دفتر په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې د امریکا فدرالي حکومت به د سهشنبې په نیمهشپه، چې د چهارشنبې سهار ته ورسېږي، وتړل شي.
په اعلامیه کې د اوسني بنبست پړه پر دیموکراتانو واچول شوه.
په یادداښت کې ویل شوي: «ټولې اغېزمنې ادارې باید اوس د منظم تړل کېدو لپاره خپلې کړنلارې عملي کړي.»
سپینه ماڼۍ زیاته کړه: «معلومه نه ده چې دیموکراتان به تر څو پر خپل غیرمنطقي دریځ ټینګ پاتې شي، نو ځکه د حکومت د تړل کېدو موده اټکل کېدای نه شي. سره له دې، دولتي کارکوونکي باید په خپلو راتلونکو نوبتونو کې حاضر شي څو د تړل کېدو اړین اقدامات ترسره کړي.
د امریکا حکومت وروستی ځل اووه کاله مخکې تړل شوی و چې ۳۵ ورځې یې دوام وکړ.
د حکومت بندېدو اغېزې پراخې دي: په زرګونو دولتي کارکوونکي بې معاشه کورونو ته استول کېږي، فدرالي ادارې له بودجې پاتې کېږي، موزیمونه او ملي پارکونه تړل کېږي او د هوایي چلند برخه له سختو ستونزو سره مخ کېږي.