پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد بدخشان پر کوکچې سیند ۸۰ متره پل جوړېږي

د بدخشان پر کوکچې سیند ۸۰ متره پل جوړېږي

تاند(شنبه د تلې ـ میزان ۵مه) د طالبانو د ‏ټولګټو چارو وزارت وايي، په بدخشان کې د ۸۰ متره پل د رغونې چارې د څه باندې ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

د وزارت ویاند وايي، دا پل د بدخشان ولایت اړوند د ارګو او شهر بزرګ ولسوالیو ترمنځ د برلاس په سیمه کې د کوکچې پر سیند جوړیږي.

خبر پاڼه کې راغلي، دغه پل ۸۰ متره اوږدوالی او نږدې ۱۰ متره پلنوالی لري، چې په کانکریټي ډول رغول کیږي.

سرچینه وايي، د دې پل په رغولو سره به د ارګو، شهر بزرګ او د شهر بزرګ ولسوالۍ له لارې د پنځه ګونو ولسوالیو او بدخشان- تخار لویې لارې د تلونکو خلکو د تګ راتګ او د کرنیزو او سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد ستونزې هوارې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...