Homeخبرونهترکیه کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې یوازې یوه افغانه مېرمن او...

ترکیه کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې یوازې یوه افغانه مېرمن او د هغې زوی مړه شوي

تاند ( شنبه د تلې ـ میزان ۵مه) د ترکیې د آیدین ولایت د دیدیم ښار په سیمه کې یوه کښتۍ چې ۴۵ کډوال په کې ناست وو ډوبه شوې ده.

د کښتۍ کې د ناستو ۴۵ کډوالو له ډلې څخه یوه افغانه مېرمن او د هغې درې کلن زوی مړ شوی او نور کډوال ژغورل شوي.

دغه کښتۍ د خرابي هوا او سمندر څپانده کېدو له امله اوښتې ده.

په دې پېښه کې یوه ۳۰ کلنه افغانه مېرمن سویتا مجيدي او د هغې درې کلن زوی احمد مړ شوی او پاتې کډوال ژغورل شوي دي.

سیمه ییزچارواکي وایي، له خبر سره سم د ترکیې ساحلي او روغتیایي ځواکونو ډله د پېښې ځای ته ورسېدل او د کډوالو د ژغورنې عملیات یې پیل کړل.

د افغان مېرمنې او هغې د ماشوم مړي روغتیایي مرکز ته وړل شوي او نور کډوال د قانوني څېړنې له پاره د آیدین ساحل امنیې قوماندانۍ ته بېول شوي دي.

هر کال ډېر افغانان د ترکیې او یونان پر سمندري لارو اروپا ته د تلو پر مهال د مرګ، نیول کېدو او بیرته افغانستان ته د شړل کېدو له ګواښ سره مخ کېږي.

اوسمهال ډېری افغانان په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو او له بېکارۍ اړ کېږي چې، د دې لارو سختې او آن مرګ وزغمي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...