جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+که د نړیوالو مقرراتو ماتول دوام وکړي؟ | سیدخان

که د نړیوالو مقرراتو ماتول دوام وکړي؟ | سیدخان

دا څوم ځل دی چې د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډټرمپ د افغانستان د بګرام هوايي ډګر د بېرته ترلاسه کولو په اړه داسې له خبرداري ډکې خبرې کوي لکه په نړۍ کې چې نه قانون وي او نه کوم اوصول او مقررات.

ټرمپ یوازې د بګرام په اړه داسې د ښکرورې سر زورۍ غوښتنه نه ده مطرح  کړې، بلکې هغه له دې مخکې د کاناډا په اړه هم ویلي و چې باید د امریکا یو ایالت شي او د فلسطین د غزې تړانګې په اړه يې ویلي و چې دی غواړي دا تړانګه وپېري او پکې یوه سیاحتي سیمه جوړه کړي او د دې ځای څه باندې دوه میلیون فلسطینیان په جبري توګه مصر یا نورو هېوادونو ته وشړي، د پاناما او نورو سیمو د لاندې کولو خوبونه هم لیدلي او بیان کړي و.

کټ مټ د هغه ناروغ په شان لکه د جراحۍ عملیاتو له بېهوشۍ راپورته کېږي او چې څه په خوله ورځي وايي يې.

که ټرمپ د امریکا ولسمشر نه وای او داسې خبرې يې کړې وای نو مطلق به د یوه لېوني حکم ورباندې شوی وای او خلکو به د ده خبرې یوازې د ساتېرۍ او خندا لپاره اورېدلی.

خو هغه اوس یو معمولي کس نه، بلکې د نړۍ د یوه ځواکمن هېواد ولسمشر دی نو باید خبرې يې بې تفاوته ونه ګڼل شي او تر ټولو لومړی خو باید ملګرو ملتونو د ټرمپ دې خپل سرۍ او ښکرورې سرزورۍ ته ځواب ویلی وای.

له بده مرغه چې ملګري ملتونه اوس په داسې موقف کې واقع شوي چې سږ کال ګوټریش د دغه سازمان عمومي اسمبلې ته د وینا پرمهال اعتراف وکړ او په فلسطین کې يې د اسراییلو ظلمونو او وژنو ته په اشارې سره وویل چې ځینو د ملګرو ملتونو منزلت ته زیان رسولی او نړیوالو مقرراتو ته له پام پرته جګړې او تېري کوي.

ده زیاته کړه چې هېڅوک د فلسطین د خلکو جمعي مجازات او د هغوی د ژوند ټولې اړتیاوې له منځه وړل نشي توجیه کولای.

نوموړي په داسې انداز لکه دی چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي نه، بلکې د یوه مظلوم او بې وسه شخص په توګه په غزه کې د جګړې او جنایتونو په بندولو کې د نړیوالو نهادونو ناکامۍ ته په اشارې سره وویل، په هره اندازه چې د مسوولیت احاس کمېږي، د مړو شمېر زیاتېږي او په وینا يې چې امنیت شورا باید شفافیت ولري.

خو که واقعیت ته وکتل شي نو اسرائيل دغه وحشتونه د چا په مرسته او د چا په اشاره ترسره کوي؟ آیا که له تل ابیب سره د واشنګټن او د امریکا د جنګ وزارت مرسته نه وي، اسرائیل به یوه ورځ په غزه کې خپل وحشت ته دوام ورکړي؟

بګرام هوايي ډګر د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په وخت کې جوړ شوی او امریکا د خپل یرغل پرمهال ترې د مهمې نظامي اډې په توګه کار اخیست.

خو ټرمپ د دې اډې تاریخ ته له پام پرته ادعا کړې چې دا اډه امریکایانو جوړه کړې او نړیوالو اصولو او مقرراتو ته له پام پرته يې په ګواښونکي انداز ویلي چې بګرام د چین د کنټرول لپاره امریکا ته لازم دی او په وینا يې هر څنګه چې کېږي دوی به يې بېرته ترلاسه کوي.

دا به یوې خواته پرېږدو چې د بګرام هوايي اډه څومره اهمیت لري او يا يې نه لري، خو دې کې شک نشته چې بګرام د افغانستان خاوره ده، نه کومه لیلامي ټوټه چې د پلورلو لپاره داوطلبۍ ته وړاندې شوې او ټرمپ يې له خپل ډک جیب سره رانیولو ته راوړاندې شوی دی.

د پام وړ دا ده چې ټرمپ په ښکاره وايي چې له دې اډې څخه چین کنټرولوي، یعې په دې معنا چې د خپلو سیالانو پرضد کار ورڅخه اخلي خو له بلې خوا بیا امریکا وخت ناوخت له افغان لوري غواړي چې خپله خاوره يې باید چاته ور نه کړي چې د امریکا او د هغوی د متحدینو پرضد يې وکاروي.

په دې برخه کې اصلا د امریکا شعار او د ټرمپ خبرې یو له بل سره تناقض لري او امریکا چې خپله په ښکاره وايي چې بګرام یعنې د افغانستان خاوره د دې لپاره غواړي چې د چین پرضد يې وکاروي، نو بیا د کوم منطق له مخې دا خبره کوي چې د افغانستان خاوره دې د امریکا پرضد نه کارول کېږي؟

نتیجه: د امریکا په شمول هېڅوک، په هېڅ نوم دا حق نه لري چې د امریکا یوه لوېشت خاوره اشغال کړي او د خپلو موخو لپاره يې وکاروي، ځکه دا حق افغانستان ته په نړیوالو منل شویو قوانیو کې محفوظ دی او هماغه ډول چې د نړۍ بل هر هېواد د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا ، ملي حاکمیت ساتلو او خپل برخلیک په خپله ټاکلو حق لري، افغانستان هم ترې مستثنی کېدای نشي.

بله مهمه خبره دا ده چې ازادي د افغانانو په فطرت کې نغښتې او هېڅکله يې د چا غلامي او اشغال نه دی قبول کړی نو که امریکا یا بل څوک بیا دا تېروتنه وکړي چې پر افغانستان تېری وکړي د افغانانو له حتمي مقاومت سره به مخ شي او بالاخره به بیا شرمېدلې ماتې وزغمي.

د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ

1 COMMENT

  1. سلامونه او نیکي هیلی!
    څرنګه د تاند پښتو رسانۍ ته څرګنده چې دا ۴۵ کلنه جګړه په افغانستان کې د امریکا او برتانیه اود فرانسي په مالی اونظامی مرسته دوام درلود کله چې لا شوروی ځواک افغانستان ته نه وو راغلی دلته په افغانستان کې د سردار محمد داود خان قدرت وو نو ځیني اسلام پال د ګلبدین او مسعود او ربانی په شمول رهبران پاکستان ته لاړل او هلته یې د پاکستان په پوځي مرکزونو کې تریننګ یا زده کړی کولي.
    کله چې په داود خان کودتا وشوه بیا نورمحمد ترکي ورپسی حفیظ الله امین راغی او لاړل چې حفیظ الله تر وخته شوریان افغانستان ته نظامی شکل نه وو راغلی چې پدې وخت کې یاد جهادی رهبرانو چې د پاکستان د نظامیانو له زده کړی لیدلی وو د افغان دولتونو په وړاندې ددغو جهادی رهبرانو څخه استفاده کوله نو کله چې ببرک کارمل قدرت راغی او روسان یا شوروی مستقیم داخل شو نو پاکستان او دده مالی فنډ ورکوونکی هیوادونو امریکا، برتانیی او فرانسی جرمنی په افغانستان مخربانه فعالیتونه شروع کړل کله چې د ډاکټر نجیب الله دوران وخت کې روسان بیرته ووستل شو یا اړ شول چې ووځي نو په پاکستان هم ددغو جهادی رهبرانو له لوری افغانستان کې جنګ تیز کړ چې ننګرهار برید یی یو ژوندی مثال ده چې ناکام شو
    همدارنګه چې نجیب الله بین الملل دفتر پناه یوړه کابل ته همدا جهادی رهبران راغلل د قدرت په خاطر کابل په کنډواله بدل کړل چې د ملګرو ملتونو ، امریکا برتانیه له لوری پریکړه وشوه چې تیر رهبران مفسد دی او غله دی نو د همدی جهادی رهبرانو پر ضد د تیر طالبانو تحریک را پیدا شو چې د شر او فساد په نوم یې ټول کولاب یا تاجکستان یا بدخشان پوری ورسول مطلب دا چې ټول افغانستان په نیولو بریالی نشو، چې همدا یو ستونزه پآتي شوه چې بیا همغه ربانی امریکا ته وویل چې د طالبانو له مینځ وړلو لپاره له لوی لوی بمونو کار واخلی چې امریکا همغه شان وکړل
    چې په لومړیو کې ۲۰۰۱ قدرت ربانی ته سپارل شوی وو کله چې کرزی راغلی نو دولت هغه ته انتقال شو
    یو خبره بله باید ووایم کله چې د امریکا په مشری ځواکونو په افغانستان د نجیب الله د دولت د له مینځه وړلو لپاره له پاکستان سره مرسته کوله نو ایران هم چین عرب او نور هغه هیوادونه اوس د افغانستان خواخوږی معرفي کوی له امریکا او پاکستان په تیر کې د کابل په کنډواله کولو کې مرسته کړی نو کله چې ۲۰۰۱ د سپتمبر قضیه وشوه نو دلته افغانستان کې د عربانو له مسعود هم ترور شو
    کله چې ربانی د سولی شورا مشر شو نو طالب په جامه کې یو کس راغی نو ربانی هم له مینځه یووړ
    کله چې تحریک طالبان لومړی ځل کابل ونیوه او ربانی ډله پنجشیر ته وتښتیده نو طالبانو د وحدت مشر عبدالعلی مزاری په طیاره کې جنجال یا هرڅه چې وو له مینځ لاړ یواځی ګلبدین پاتي ده
    امریکایان په تیر ۲۱ کالو کې له کرزی سره زیات مالی مرسته وکړه ترڅو تیر غله ماړه کړی چې همغو غلو بیا امریکا ته هم اخطارونه ورکړل چې د وخت په تیریدو سره یو یو له قدرت لیری کړل یعنی له وزارت او ولایت څخه یی لیری کړل او په کور یی کینول
    کله چې پوه شول چې دا غله دی نه اصلاح کیږی نو له غنی یی هم لاس واخیست اګر چې تیر نظام په نړیواله سطحه رسمیت پیژندل شوی نظام وو مګر امریکا او نورو هیوادونو په نیمه لار کې خالی لاس پریښود کله چې غنی پوه شو نو وطن پرښودل یی مهم وبلل
    دا چې اوس بیا ټرمپ وایی بګرام ته ځم یا بګرام نیسم نو زموږ تاریخ ته په کتو باید نړیوال قوانیو کې له سره کتنه وشي
    له ټولو بهرنیو هیوادونو سره د افغانستان کې د ۴۵ کلنو جنګی جرمنو په اړه حساب او کتاب وشي
    ځکه لومړی حساب له پاکستان سره وشي که نه کیږي نو بیا ICC او حقوق بشر سازمان او جنګی جرایمو نړیوال محکمه تشکیل او قوانین لغوه شي او همدارنګه امنیت شورا یی هم لغوه شي مطلب د هر هیواد چې هرڅه زړه وغوښتل هغه به کوی ځکه چې دوی یی نه منی نو پر موږ یی ولی منی نو مطلب دا چې دا جوړ شوی قوانین نیمګړی دی باید بیا کتنه یی وشی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب