Homeخبرونهیوه افغان جوړه په ایران کې د ماین په چاودنه کې ووژل...

یوه افغان جوړه په ایران کې د ماین په چاودنه کې ووژل شوه

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میران ۳ مه) د هه‌نگاو په نوم د بشري حقونو  موسسې خبر ورکړی چې یوه افغان جوړه د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ماین د چاودنې له امله وژل شوې ده.

د راپور له مخې، دا پېښه د سراوان ولسوالۍ په سرحدي کلي کله‌گراند کې د دوشنبې په ورځ، د سنبلې په ۳۱مه، شوې ده.

تر اوسه د وژل شوې جوړې د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

هه‌نگاو، چې تر ډېره د ایران د بلوچ مېشتو سیمو د بشري حقونو وضعیت څاري، ویلي، دغه جوړه د پېښې له ځایه د تېرېدو پر مهال د دې له امله د ماین ښکار شوه چې په سیمه کې د ماین‌ښخونې د خطر د خبرداري کومه نښخ نه وه نصب شوې.

هه نګاو نه دي ویلي چې په دې سیمه کې ماین ولې اېښودل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...