جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهطالبانو په کندهار کې غاښ‌ډاکترانو ته ویلي چې د بې محرمه ښځو...

طالبانو په کندهار کې غاښ‌ډاکترانو ته ویلي چې د بې محرمه ښځو درملنه ونه کړي

تاند (پنحشنبه، د تلې/ میزان ۳مه) بېلابېلې سرچینې وايي چې د طالبانو د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» ادارې په کندهار کې غاښډاکټرانو (د غاښ ډاکترانو) ته امر کړی چې بې محرمه ښځینه ناروغانې تداوي نه کړي.

د سرچينو پر اساس، دې ادارې د رېکشا چلوونکو ته هم سپارښتنه کړې چې هغه ښځې چې سرتر پایه پټې نه  وي، په رېکشا کې سپرې نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له دې وړاندې په کندهار ښار کې د ښځو د خیاطۍ یو شمېر دوکانونه تړلي او ځینې خیاطان یې نیولي دي.

تر اوسه د نیول شویو کسانو د دقیق شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کېږي چې دې کار لسګونه کسان بې روزګاره کړي او د سیمې د خلکو تند غبرګونونه یې پارولي دي.

سرچینې زیاتوي چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې ګواښ کړی چې پر ښځو به په کندهار کې نور هم سخت محدودیتونه ولګوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. دوی عموماً د دې ډول اقداماتو په اړه په رسمي ډول اعلان نه کوي خو ځینې وخت له پراخو غبرګونونو وروسته وضاحت ورکوي.

1 COMMENT

  1. ښه به دا وی چي دی امیر ته امیرالمومنات ووایی لدی نه چي ټول هم و غم یی تر ښځو چاپیر دی نپوهیږم روانی ناروغتیا لری او یا اهلیت ددی مقام نلری ،ځکه د خدمت چل نه ورځی او تل مینه یی لغته وی .
    او همدی تعذیب او تحقیر ته دوی خدمت وایی او مدعی دی چي ۱۰۰٪ حقوق ښځو ته ورکړ شوی ،ددوی ټول خدماتو سره ۱۰۰٪ حتما ذکر کیږی له ټولې ناتوانی سره .
    اوس بله عجیبه دا ده چي نجونې درس او تعلیم ته نه پریږدم او ښځې کار ته .
    آیا د ښځو د کار او خدماتو لپاره ښځې مناسبې دی که نارینه ؟
    ستا شیوخ تر اوسه دی مسئله کی هم مشکل لری ، وای پر تاسو چي نه عقل شته او نه دین.
    دا شیوخ به نور څه مصائب پر دی ملت راولی ځکه عقل نباشد جان در عذاب است .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب