د افغانستان په ختیځ یو شمېر ولایتونو په تېره بیا کونړ کې د وروستۍ زلزلې زیانونه تر اوسه پوره نه دي معلوم شوي ځکه دغه سیمه ډېره صعب العبوره ده چې د ژغورنې عملیات ډېر سخت دي او موږ وینو چې اوس د ژغورنې په عملیاتو کې تر ډېره پر هوايي ځواک تمرکز کېږي.
د رسمي سرچینو د معلوماتو له مخې تر اوسه دې زلزلې له ۲۰۰۰ څخه د ډېرو کسانو ژوند اخیستی، تر ۳۰۰۰ زیات ټپيان دي او زرګونه کورونه ړنګ شوي دي.
د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او د عملیاتو د اوږدېدو لامل د خلکو یا حکومت ناغیړي نه ده، بلکې اصلي لامل دا دی چې له بده مرغه افغانستان پرمختللې ټکنالوژي نه لري لکه د نورو هېوادونو په شان چې تر خاورو لاندې د ژوندیو انسانانو او یا جسدونو موقعیت معلوم کړي.
په ټولنیزو رسنیو کې مې یوه وېډیو ولیده چې سیمې ته کمانډو ځواکونه چې د پرمختللې ټکنالوژۍ پر ځای ورسره بېل او کولنګ دي او روان دي چې تر خاورو لاندې انسانان پيدا او را ويې باسي.
دغه وډیو دوه پيغامونه لري، یو دا چې د افغانستان ټول خلک یو پر بل نهایت زیات زړه سوی لري، که نظامیان دي او که د هر قشر خلک دي ټول په یوه خوله او یوه اوازا د زلزله ځپلو مرستې ته ور دانګي چې دا د یوه ملت د وحدت لپاره ډېر پر ځای او اړین صفت دی او ښه پيغام لري.
خو بل پيغام دا دی چې موږ لا په دې عصر کې هم له ټکنالوژۍ دومره بې برخې او محروم یوو چې لا هم د روباټ، بې پيلوټه الوتکو، تربیه شویو حیواناتو او نورې عصري ټکنالوژۍ پر ځای له څو زره کاله پخوا اختراع شوې وسیلې (بېل او کولنګ) څخه استفادې ته اړیوو.
موږ د رسنیو له لارې په نړۍ کې تر دې ډېرې زورولې زلزلې لیدلې، د بېلګې په توګه څو کاله وړاندې په ترکیه کې زلزله رامنځته شوه چې له امله يې ډېر درانه ځاني او مالي زیانونه واړول، تېر کال د چین په ځینو سیمو کې خونړۍ زلزله وشوه خو هلته د ژوندیو انسانانو او مړو د موندلو لپاره له موږکانو، روباټونو، تربیه شویو سپيو او نورو پرمختللو ټکنالوژيو استفاده کېده.
یعنې زموږ او د دوی فرق په دې کې دی چې موږ له عصري ټکنالوژۍ څخه محروم یوو او که مو دغه ټکنالوژي درلودای ښايي د مړو شمېر دې کچې ته نه وای لوړ شوی ځکه پر وخت به رسیدګي شوې وای.
په هر صورت! څه چې شوي هغه شوي، خو هیله مو دا ده چې موږ د عصري ټکنالوژۍ اهمیت وپېژنو او ځان له دې نعمت څخه برخمن کړو تر څو له سیالانو سره سیال شوو.
موږ باید علم ته په پوره اهمیت قائل شوو او پر دې پوه شوو چې په دې نړۍ کې د پايښت او سیال کېدو یوازينۍ لار مو علم او ټکنالوژي ده.
همدا اوس وینو چې که نړۍوال له چاسره اړیکې او دوستۍ پالي نو د متقابلو ګټو پر اساس يې پالي.
اوس که موږ له ځان سره حساب وکړو او د څو دقیقو لپاره له ځان سره فکر وکړو نو موږ له نړۍ سره د سیال کېدو لپاره کوم صفات او کومې ځانګړتیاوې ولرو؟ آیا ښه ټکنالوژي لرو چې پر مټ يې د نړیوالو پام را جلب کړو؟ آیا ښه اقتصاد لرو چې پر مټ يې د نړیوالو پام را جلب کړو؟
ځواب دا دی چې موږ نه پرمختللې ټکنالوژي لرو او نه هم داسې اقتصاد لرو چې پر مټ يې د نړیوالو پام را جلب کړو، بلکې یوازې طبيعي زیرمې لرو او له هغو څخه هم په خپله د استفادې وړتیا نه لرو، ځکه موږ داسې ټکنالوژي نه لرو چې پرمټ يې کانونه را ایستل کېږي.
موږ باید د ځان او نورو ملتونو تاریخونه ولولو او پند ترې واخلو، په همدې ورځو کې زموږ په ګاونډي هېواد چین کې د جاپان تيري ته د ماتې ورکولو ورځ په ډېرو شاندارو مراسمو ونمانځل شوه ، داسې عصري وسلې او پر نوې ټکنالوژۍ مجهز پوځي تجهیزات لکه لایزر دافع هوا، اټومي توغندي، سمندري جنګ وسلې… نندارې ته وړاندې کړې چې د نړۍ ستر قدرتونه ورته ګوته په غاښ شول او د دغه هېواد ولسمشر شي جین پينګ په زغرده اعلان وکړ چې نور هېڅوک د چین د پرمختګ مخه نشي نیولای.
فکر وکړه چې په دې خبره کې څومره وزن شته چې خپل دښمن ته وايي چې په مقابل کې مې نشې درېدای او نور تېری نشې راباندې کولای ځکه چې اوس چین هغه پخوانی چین نه دی.
خو له دې څه مخکې په افغانستان کې هم د ناټو او امریکا د تېري د ماتې ورځ ونمانځل شوه، چې نه پکې کومه نوې اختراع شوې وسله نندارې ته وړاندې شوه او نه پکې کوم بل علمي پرمختګ.
هدف مې دا نه دی چې خدای مه کړه زه د خپل ملت پر سرښندنو او یاړونو سترګې پټوم، بلکې د زړه له تله افتخار کوم چې موږ د شاوخوا سلو کالو په اوږدو کې درې زبرځواکونه مات کړي او ښه په ميړانه مو خپل هېواد ترې ازاد کړی، خو هدف مې دا دی چې موږ باید ټکنالوژي ترلاسه کړو تر څو د بل ځل تيري څخه په امن شوو.
چینایانو په ۱۴ کالو کې د جاپان تيري ته ماتې ورکړې، خو افغانستان په ۲۰ کالو کې د نړۍ تر ټولو پرمختللو کابو ۵۰ هېوادونو ګډ پوځي تېري ته ماتې ورکړې نو پر دې اساس د افغان ملت سرښندنې او مېړانې عادي خبره نه ده.
خو دا خبره ده چې موږ علم ته دومره اهمیت نه دی ورکړی لکه نور يې چې ورکوي.
همدا اوس مو په هېواد کې د شته پوهنتونونو سویه د نړۍ له پوهنتونونو سره د پرتلې وړ نه ده او ډېره وروسته پاتې ده، دا خو له څه کوې چې ښځو ته مو لا د زده کړو فرصت نه دی برابر شوی.
نتیجه: موږ باید د علم او ټکنالوژۍ پر اهمیت پوه شوو او په دې پوه شوو چې له نړۍ ډېر وروسته پاتې شوي یوو او که وضعیت همداسې دوام وکړي نو خدای مه کړه د نړۍ له کاروان سره به مو فاصله دومره زیاته شي چې بیابه يې ورسره د یو ځای کېدو امکان هېڅکله ونه مومو.
موږ باید اوس د کونړۍ د زلزلې تر خاورو لاندې ټول ټپيان او اجساد د روباټونو په وسیله موندلي او را ایستلي وای، خو دا چې علم او ټکنالوژي نه لرو نو ګناه د چا ده؟ باید دغه ګناه نورو نسلونو ته په میراث پاتې نه کړو او لا وختي ده چې د حل لپاره يې اقدام وکړو.
لېرې نه ځو:
دطبیعی آفت زلزله که دسیاست زلزله دخوار ځواکی زلزله که دماشومانو دمحرومیت زلزله. دحق ویلو زلزله که دسازش او حماقت زلزله. تکنالوژی پر ځای پرېږده دسواد اوپوهې دظرفیت زلزله
کومه زلزله ؟دیوعالم کړکېچونو ، ستونزو ، کشمکش ، محرومېتونو او مشقت زلزله
که دخیراتونو څخه چونګی وهل مذمت زلزله!
ولس دغټ مچ له پیغامه هم خبر نه دی ! حقیقت ووایه . غاړې دې بندیږی.سترې ناکامۍ اوتباهۍ وې.
معادله : ناپوهی جمع دمسلکی پرسونل نشتون جمع ناکام مدیریت.شوکه جمع تکنالوژی او په مجموع کې تکنیکالی شرم اور دسیپلین= په مرګ اومیر ، تلفاتو او مالی خساراتو دافسوس غټ پیام دی