دنمارک
د ملي گټې لومړيتوبونه روښانه دي؛ نه پیچلو تحلیلونو ته اړتیا لري او نه هم د چا له معجزې سره تړلې دي.
د افغانستان د جغرافیې د حفاظت لپاره د مدافعانو د لیکو او جبهې پیاوړتیا، يعني د أفغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره مشترک او واحد دریځ.
د ملي حاکمیت د جوړیدو او پیاوړتیا له هڅو څخه ملاتړ، په داسې ډول چې د ولسونو ارادې د سیاسیي او ټولنيزو ملي جوړښتونو په تشکیل کې د مشروعیت او دوام بنسټ و گرځي.
د” افغان ” کلمه نور نو د یو بنیادی اصل په توگه د افغانستان د ټولو اوسیدونکو د گډ برخلیک او پيژندنې په نوم او نښان او په یو منل شوی ذاتي حیثیت او هویت تبدیل شوی دی.
بنآ هر پښتون افغان دی، خو افغان یوازې پښتانه نه دي او نه هم نور کیدای شي. افغان هغه تاجیک هم دی، چې په باميانو، ارگون، لغمان او ننگرهار او د هیواد په هر گوډ کې ژوند کوي.
افغان هغه هزاره هم دی چې په گردیز، میدان وردگ، دايکندي، مزار او نورو سیمو کې ژوند کوي او زړونه رڼا کوي.
افغان هغه اوزبیک او ترکمن هم دی، چې د جوزجان او بدخشان، بغلان او کندز په دښتو کې ژوند کوي.
افغان هغه بلوڅ هم دی چې د نیمروز او هلمند د غرونو لاندې ساه اخلي او افغان هغه پشه یې نورستاني، ایماق، گجر او پامیري هم دی، چې ددې خاورې د تنوع ښکلا بشپړوي. لنډه دا چې، کوچیان٬ قزلباشان او سادات او هغه هندو او سک هم افغان دی، چې افغانیت خپل عزت گني او پر خپل افغان توب وياړي.
ددغه حقیقت په نظر کې نیولو سره،لازمه ده چې د بومي او غیر بومي، ناقل او غیر ناقل، د مهاجر او غیر مهاجر، کولابي او باجوړي خبرې چې د افغانستان د جغرافیا د سلامتیا دشمنان یې کوي، شاته پرېږدو او ورته نه ووایو.
دا ویشونه، افغانستان کمزوري کوي. دا ویشونه نفرت او عقدې زیږوي او د افغانستان يو والې ته زیان رسوي.
که څوک خر څیږي او د کینې٬ نفرت او د تعصب تخم شيندي او کري یې، موږ باید بالمثل عمل ونکړو. افغانستان هغه وخت ودانیږي او مضبوط کیږي، چې هر یو ددې خاورې په برخلیک کې ځان شریک احساس کړي او خپل ځان په کې وویني او د افغانستان غمیزه او د هر افغان غم د ځان غم و بولې؛ لکه چې ټولو د کنړ د زلزله ځپلو سره خپله غم شریکې ښکاره کړه، له پنجشیره تر بامیانه، له شماله تر جنوبه او له شرقه او مرکزه بیا تر غربه پورې.
لنډه دا چې: ملي حاکمیت هغه وخت ټينگيږي، چې موږ د یو والي پر بنیاد گام واخلو نه د ویش پر بنیاد او په همدې آهنگ کې کولای شو د افغانستان د ارضي تمامیت عزت و ساتو.
هغوي چې د افسوس د اور په لمبو کې سوځي او وایې چې د قطر پر ځای ای کاش چې اسرائیل پر افغانستان برید او یرغل کړای وای او یا دا چې وایې که افغانستان له پنجابیانو او یا ایرانیانو سره په جگړه کې ښکیل شي٬ موږ د گاونډیانو سره ودریږدو او د بهرنیانو له هر رنگه یرغله څخه چې پر افغانستان وکړي٬ ملاتړ کوو، افغانان نه دي د افغانستان زبون ٬ تاریخي او شرمیدلي دښمنان دي.
بالکل واقعیت دی ، ستاسو هره لیکنه په ملي او افغاني روحیه ولاړه وي . الله تعالی د داسې نورو خوږو او ځوانانو ته د ښو لارښونې د لیکلو توان درکړي .
میرویس