تاند『یکشنبه د زمري ـ اسد ۲۶مه』د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، پاکستان د روانې اګسټ میاشتې پر ۲۵مه او ۲۶مه د طالبانو د حکومت د مخالفو بهر مېشتو افغانانو د یوې ناستې کوربه دی.
خلیلزاد دا د پاکستان له لوري یو ناسم او پاروونکی عمل بللی دی.
بل لورته ځینو رسنیو ته یو شمېر غیر طالب سیاستوالو هم منلې، چې دوی پاکستان ته د یوې غونډې لپاره بلل شوي دي.
تر اوسه دې ناسته کې د طالبانو د مخالفینو او غیر طالب سیاستوالو د ګډون هویتونه نه دي په ډاګه شوي، خو خلیلزاد ویلي داسې کسان هم پکې شته چې د طالبانو پرځول د «تاوتریخوالي» له لارې غواړي.
ځینو سرچینو بیا ویلي، چې د دې ناستې ګډونوال به افغانستان کې پر بشرحقونو، د ښځو او نجونو پر وضعیت او د افغانستان پر سیاسي وضعیت خبرې وکړي.
دا ناسته دا مهال ترسره کېږي، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې غیر طالب سیاستوال هڅه کوي، له طالبانو سره یو جوړجاړي ته ورسېږي، له همدې کبله پاکستان کې د اګسټ ناستې ته خوشبین دي.
خو بل لورته بیا یو شمیر افغان سیاسیون دا ناسته د هېواد په خیر نه بولي او زیاتوي پاکستان تل افغانستان لپاره شر غوښتی نو ځکه پرې باور نشي کېدای.
دوی وایي ښایي بیا پاکستان له دې فرصته په استفادې افغانستان کې شته امنیت له خنډونو سره مخ کړي.
افغان سیاسیون له طالبانو غواړي چې د خپلو مخالفینو سره یو تفاهم ته ورسېږي او له دا ډول ناستو یې را وګرځوي.
دپاکستان څخه تر دي اوددي پشان نوروناستوراټولول کومه نوي خبره نده .که هر سالم فکرلږڅه شاته وګوري اوداتیرڅلویښت کلونوته نظرواچوو په اسانه په پوه سي چي کومي سیاسی ملنډي نه وي چي دي زموږخواخوږي مسلمان ګاونډي په موږندي وهلي . که سبا داطالیبان نه وه ایا تاسی قکرکوي چی دوي به موپرارامه پریږدي هیڅکله نه، بیازموږدناارامي دپاره بله ډله پیداکوي ،ددوي سره داډلي دومره ډیري دي چي خلاصیده يي نسته
خوموږساده ګان ئي پرځان نه راوړو هغه متل دی چي وایی (چی یووار دي خطاباسي دی دي خدای خطاباسي دوهم واري دي هم خدای دی خطاباسي، دغسي ئی درواخله نوزموږخوداسلم واری دي نوتر دي وروسته دي موږخدای خطاباسي چي لږڅه پرهوښ راسو اوځان اوجهان سره وپیژنو
هغه ډله چي دوي ئی دراټوله ولو تابیا کوي هغه خونه یوازي اقغانانوته معلومه ده بلکي ټول جهان ته معلومه ده چي هغوي غیرله $ څخه بل هیڅ شي نه پیژني اونه عقیده ورته لري داسلام اوجهادپه نوم معلوم سول نورددوي لپاره دبل امتهان خاي نسته .ټول اوس ښه پوهیږي.