Homeخبرونهکابل د اګسټ پر ۲۰مه د پاکستان او چین د خارجه وزیرانو...

کابل د اګسټ پر ۲۰مه د پاکستان او چین د خارجه وزیرانو کوربه دی

تاند『یکشنبه د زمري ـ اسد ۲۶مه』‏ټاکل شوې چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د هند له دوه ورځني سفر وروسته په کابل کې د طالبانو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

بهرنیو رسنیو ویلي، چې د طالبانو، چین او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د اګسټ پر ۲۰مه کابل کې سره وویني.

د معلوماتو له مخې دا درې اړخیزه کنفرانس په اصل کې په پاکستان کې پلان شوی و، خو وروسته له هغه لغوه شو چې اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سفر لغوه اعلان شو.

د دې درې اړخیزې غونډې اجنډا د ترهګرۍ ضد مبارزه او د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز پروژې پراختیا ښودل شوې ده.

دا غونډه داسې مهال ترسره کېدونکې ده چې ټاکل شوې وه د روانې اګسټ میاشتې په پیل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پاکستان ته ولاړ شي او هلته په دې درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي، خو هغه مهال پر متقي د سفر بندیز له امله وځنډېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...