جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهکابل کې په لومړي ځل ۳۴ پوړیزه ودانۍ جوړېږي

کابل کې په لومړي ځل ۳۴ پوړیزه ودانۍ جوړېږي

تاند『یکشنبه د زمري ـ اسد ۲۶مه』‏کابل کې د طالبانو ښاروالي وايي، په تېره یوه اونۍ کې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو نقشو د ویزه کولو د ځانګړې کمېټې له لوري تر اصلاح او ارزونې وروسته په کابل ښار کې د ۴۵ استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو نقشې ویزه او تائید شوې دي.

په دې نقشو کې په لومړي ځل د هوایي ډګر سړک په اوږدو کې د یوې ۳۴ پوړیزې ودانۍ نقشه ویزه او تائیده شوه.

د دغې ودانۍ څلور پوړه به د ځمکې لاندې وي.

کابل کې د طالبانو د ښاروالۍ مسؤلان وایي، ټولې نقشې له ښاري نورمونو او معیارونو سره برابرې ډیزاین شوي او د هر ډول تاسیساتو لپاره د رسمي جواز اخیستل حتمي دي.

سرچینې زیاته کړې، کابل ښاروالۍ د ماسټر پلان پلي کېدو ته ژمنتیا لري او په ښار کې د هر ډول قانوني ودانیو له رغولو څخه چې، د ښار د اقتصادي ودې او کاري بوختیاوو رامنځته کېدو سبب ګرځي ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده، چې طالبان ادعا کوي په تېرو څلورو کلونو کې ښاري پراختیا او ودانیزو چارو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

بل لورته عام خلک هم تل په دې ټینګار کوي، چې دغه لړۍ دې د ټاکل شوي معیار له مخې ترسره شي او په ښار کې له هرې نوې جوړېدنکي ودانۍ دې کلکه څارنه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب