جمعه, جنوري 2, 2026
Home+هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

سه شنبې ورځ د اسد ۱۹

د حالاتو پېژندل او له هغو سره حرکت د يو ښه رهبر تر ټولو مهمه ځانګړتيا ده. دا په روانو ورځو کي، چي د سقوط او جګړو لړۍ شروع سوه؛ ډېره عجبه وه، چي د جګړې د تحليل او محار له پاره هيڅ ځای نخشه نه وه غوړېدلې او مشترکه رهبري نه وه ناسته، چي جګړه عملاً وګوري، بررسي ئې کړي او تحليل ئې کړي او بيرته پلان وضعه کړي.

په ارګ کي يواځي همهغه عادي حالت حاکم وو. پنځه ويشت ولايتونو کي جګړه روانه وه او لس ولايته سقوط وه؛ خو د ارګ حالت هم هغسي عادي وو.

جمهور رئيس د معمول په څېر امنيتي راپور واورېدی. وروسته ئې د ملي انکشاف د شرکت له رئيس سره ملاقات درلودی. بيا د معارف له وزيري سره وليدل.

کله چي د دفاع وزارت فشار زيات سو، وزير دفاع او لوی درستيز ته ئې موقع مساعده کړه. په دغه مجلس کي اوازونه ډېر پورته سوه. لوی درستيز په سخت قهر جمهور رئيس ته وويل: زما سلګونه سربازان پر ميدان شهيدان پراته دي. دغه اومه خوله هلک نه د تليفون جواب وايي، نه مو تر تا را پرېږدي.

وزير دفاع په سخت قهر وويل: پر کور مي د موټر بم چاودنه وسوه، بيا هم نه يم توانېدلی، چي ستا سره تماس ونيسم. نيم هيواد سقوط دئ. موږ درې سره ارګانه امنيت، داخله او دفاع له ارګه پرې يو.

د امنيت مشاور په وزير دفاع زور نه رسېدی؛ لوی درستيز ته ئې ويل: خپله ناکامي پر ما مه تاوانوئ.

رئيس جمهور هم عصباني سو او خبره بيخي غالمغال ته ورسېدل. جمهور رئيس ښکنځل شروع کړل او لوی درستيز همداسي په عسکري طلاطم او قهر بې له اجازې ووتی. ول: تاسي پوه سه، حکومت مو.

له هغه وروسته امرالله صالح بيا راغلی او خپلي پخوانۍ خبري ئې تکرارولې، مګر جمهور رئيس په يوه او بله غلطوی.

وروسته د کابل د غرب درې سره مشران راغلل او جمهور رئيس چي د داعش په اړه ډارولي وه؛ د امنيت رئيس ئې هم ورته را وغوښتی او دوی ئې مقاومت ته را وبلل. د امنيت شورا مشاور ورته وويل، چي زه به ټول تسهيلات درکړم، خپل امنيت خپله ونيسئ.

له دې وروسته جمهور رئيس د سولي له وزير سره وليدل او بحث همدا وو، چي سوله بايد په هغه شرايطو وسي، چي دی ئې غواړي. له هغه وروسته ئې د رسنيو له مسؤلينو سره ملاقات وکړی او له هغوی ئې خواهش وکړی، چي د سقوط خبرونه مه خپروئ، روحيه خرابېږي.

بيا د امنيت د شورا سلاکار د برتانيا د سفارت د کاردر مجلس ته بوتلی. هغه ته هم جمهور رئيس همدا خبره کول، چي تر وروستۍ ساه جنګيږي. هغه څو واره په رمازه کي ورته وويل، چي هر څه خلاص دي. مګر جمهور رئيس هيڅ نه اورېدل.

په فراه، بلخ، بغلان او فارياب کي سخته جګړه روانه وه. د فراه ځيني سيمي سقوط سوې او د کاپيسا د نجراب د اولسوالۍ د سقوط راپورونه هم خپرېدل. په دغه جګړو کي يواځي په کندهار، فراه او بادغيس کي دېرش زره کورنۍ بې‌ځايه سوي وې.

د کابل پارکونه او کوڅې له شمال څخه د راغلو خلکو څخه ډک وه. او جمهور رئيس او ټيم ئې له خپله ضده نه پر شا کېدل او هر څه ئې په خپلو شرايطو مقيد کړي وه. نه ئې جګړې ته زور او قوت درلودی او نه هم د جګړې يا سولي پلان.

چهارشنبه د اسد شلمه

په دې ورځ جمهور رئيس مزار ته ولاړی، د والي په قصر کي ئې غونډه را وغوښتل، مګر د شمال زورور امپراطور خودخوانده او خمار مارشال حتی ورته را نه غلل. والي بهانه وکړل، چي د جنګ په محاذ کي دئ. بالاخره جمهور رئيس مجبور سو، د امپراطور کور ته ورغلی. هغه دوستم او نور هم راټول کړي وه. هلته ئې د ځواکونو واک ټول امپراطور ته ورکړی او مارشال ئې معاون سو.

په پنځه ويشت ولايتونو کي جګړه روانه وه. په همدې وخت کي طالبانو اعلان وکړی، چي بدخشان مکمل د دوی تر تسلط لاندي دئ.

مارشال او ګلم جم ئې اعلان وکړی، چي اوس به شمال بيا د طالبانو هديره سي. په همدې هيله د مزاري نظامي واکمنو اعلان وکړی، چي دوه سوه جنګيالي ئې په دې ورځ وژلي، چي درواغ وه.

په همدې ورځ د امنيت شورا په خورا بې منطقه توګه د هلمند جبهه ماته کړه. د جګړې دواړه قومندانان ئې کابل ته وغوښتل. يو ئې لوی درستيز اعلان کړی او بل د خاصو ځواکونو قومندان. هلمند يواځنۍ جبهه وه، چي پنځه ويشت ورځي ئې بې له توقفه جګړه کړې وه او په دې سره هغه خط مات سو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کاپیسا کې ۲ زره کاله پخوانۍ مجسمه وموندل شوه

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدې ۹ که) په کاپيسا ولايت کې د يوناني–بودايي دورې ۲ زره کاله پخوانۍ مجسمه موندل شوې ده. دا...