تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدې ۹ که) په کاپيسا ولايت کې د يوناني–بودايي دورې ۲ زره کاله پخوانۍ مجسمه موندل شوې ده. دا مجسمه، چې د يوې ملکې ده، د افغانستان د لرغوني کلتوري او هنري ميراث یوه نخښه ګنل کېږي.
په کاپيسا ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست اعلان کړی چې دا لرغونې مجسمه په بودايي دورې پورې اړه لري۔
ياد رياست د سېشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دا مجسمه د «کارهتاز» په سيمه کې، چې د دوهمې امنيتي حوزې اړوند ده، په يوه کور کې موندل شوې ده.
چارواکي وايي چې دا اثر شاوخوا ۲ زره کلن دی او د يوناني–بودايي (Greco-Buddhist) هنري سبک له مخې جوړ شوی، چې پکې د يوناني هيلېنيستي (Hellenistic) او بودايي هنر ګډ اغېز ښکاري۔
دا مجسمه د بودايي دورې د يوې ملکې څېره ښيي او د سيمې د لرغوني کلتور او هنر په اړه مهم معلومات وړاندې کوي.
افغانستان د بودايي تمدن بډای تاريخ لري، په ځانګړي ډول کاپيسا، ننګرهار او باميان هغه سيمې وې چې يو وخت د ګریکو- بودیک هنر او زده کړو ستر مرکزونه بلل کېدل۔
د افغانستان ډېرې لرغونې بودايي مجسمې او خانقاوې د تېرو جګړو پر مهال ويجاړې شوې دي، چې پکې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له لوري د باميان د بودا مجسمو نړول هم شامل دي، چې په ټوله نړۍ کې يې سخت غبرګونونه راوپارول۔
کارپوهان وايي چې دا نوې موندل شوې مجسمه کولی شي د لرغوني افغانستان د هنر، کلتور او له بودايي تمدنونو سره د سوداګريزو اړيکو په اړه ارزښتناک معلومات وړاندې کړي۔
افغانستان د لرغوني تاريخ په اوږدو کې د بودايي تمدن له مهمو مرکزونو څخه و، په ځانګړي ډول د کوشاني واکمنۍ (له لومړۍ تر درېيمې ميلادي پېړۍ) پر مهال۔ په دې دوره کې بوديزم په پراخه کچه خپور شو او د ګندهارا کلتوري سيمه، چې د افغانستان خیتځې او د اوسني پاکستان شمالي سیمې پکې شاملې وې، د بودايي دين، فلسفې او هنر يو نړيوال مرکز وګرځېد۔ باميان، کاپيسا، ننګرهار او بلخ هغه سيمې وې چې خانقاوې، استوپې او ښوونيز مرکزونه پکې فعال وو او د ورېښمو له لارې يې له چين، منځنۍ اسيا او هند سره فرهنګي اړيکې لرلې۔
د ګندهارا هنر هم په همدې خاوره کې وده وکړه، چې پکې د يونان د هيلېنيستي هنر او بودايي مذهبي موضوعاتو ګډ اغېز ښکاري۔ د باميان د بودا سترې مجسمې د همدې دورې تر ټولو څرګند سمبولونه وو، چې تر نړولو مخکې د نړۍ له مهمو لرغونو هنري اثارو شمېرل کېدې۔ دا تاريخي ميراث ښيي چې افغانستان يوازې د جګړو سيمه نه، بلکې د تمدنونو د تلاقي يو مهم مرکز هم پاتې شوی دی۔