جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم

د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم

لیکوال: محمد محق

دین د فرهنګ پر ځمکه

د امام شافعي په اړه دا خبره مشهوره ده چې کله دی له عراقه مصر ته لاړ او یوه موده هلته پاتې شو، خپلو ځینو فقهي نظریاتو ته یې بیاکتنه وکړه او نوې فقه یې تدوین کړه چې نوې شافعي فقه بلل کېږي.

دا د عراق او مصر متفاوت فرهنګونه وو چې شافعي یې بیاکتنې ته اړ کړ. امام شافعي متوجه شو چې ځینې شرعي فتواګانې د عراق له شرایطو سره متناسبې وې خو په مصر کې مناسبې نه وې او دې ته اړتیا وه چې بیا وکتل شي.

دا تجربه یوازې په امام شافعي پورې متخصه نه ده، بلکې ډېر نور فقیهان وروسته له دې چې په مختلفو ټولنو کې د ژوند له مختلفو ډولونو سره اشنا شول، پر دې تفاوت یې سر خلاص شو او بیا یې دغه فقهي اصل رامنځته کړ چې:”تختلف الأحکام باختلاف الزمان و المکان” یعنې شرعي احکام د زمان او مکان له توپیرونو سره توپیر کوي. ان ابن القیم په اعلام الموقعین کتاب کې په دې اړه یو څپرکی لیکلی چې عنوان یې دی:”تغیر الفتوی و اختلافها بحسب تغیر الأزمنة و الأمکنة و الأحوال و النیات و العوائد” (5).

البته د دې مسألې په شرحه کې اوږده بحثونه شوي دي چې څه ډول احکام دا رنګه تغییر او تحول مني او کوم احکام هماغسې ثابت پاتې کېږي چې د فقهې د اصولو په کتابونو کې یې باید وپلټو.

خو د فرهنګ تاثیر یوازې د ځینو مقتطع يي فتوګانو په صدور پورې محدود نه دی. د دیني مفکورې د تاریخ ارزونه راښيي چې د نظرونو د توپیر او تعدد یو مهم عامل د فرهنګونو توپیر دی. دا اصل هم د هغو اشخاصو په اړه صدق کوي چې د اسلامي مفکورې په تکوین کې یې برخه اخیستې وه او هم د هغو ډلو او قومونو په اړه چې دیني ژواک یې درلودلی دی.

که څوک د ټولنپوهنې له نظره مختلفو مسلمانو قومونو ته وګوري، وبه وینې چې د ژوندانه سبک په حجاز او جزیرة العرب کې د خراسان د ژوند له سبکه لوی توپیرونه لرلي دي. همدارنګه د منځنۍ اسیا، شمالي افریقا، ترکیې او ضغیره اسیا، مغرب او اندلس، هند، شام او … د وګړو د ژوند بڼه.

په دې هره فرهنګي حوزه کې تولید شوي فکري مقولې او مبحثونه د هماغې حوزې رنګ او نښې نښانې لري او دیني مفکوره نه ده توانېدلې چې له دې اغېزو لرې پاتې شي.

هغه اغېزه چې فرهنګ یې پر دیني مفکورې ښندي، د امام شافعي په اړه د راغلي مثال برخلاف، رنګارنګه ده او په یوه ډګر نه محدودېږي. یعنې داسې نه ده چې یوازې د فقهې علم دې د مختلفو فرهنګي شرایطو تر اغېزې لاندې بدلون منلی وي، البته چې علم فقه تر ټولو جوت بدلونونه تجربه کړي دي.

د قران مجید تفسیر یو له هغو ډګرونو دی چې د زمانې فرهنګ ورباندې ښکاره اغېزه پرې باسي. د دې مسألې خورا ساده دلیل د مسلمانانو په منځ کې د تفسیر لیکلو تداوم دی. سره له دې چې له لومړنۍ هجري پېړۍ څخه د قران تفسیر ته توجه پیل شوې او له هماغه وخته وتلیو عالمانو او صاحب نظرانو دې علم ته مخه کړې ده او دا چې د قران سمه پوهېدنه د ټولو مسلمانانو لپاره اهمیت درلود، دوی ډېره هڅه وکړه چې د قران د بهتره پوهېدا اصول او ضوابط رامنځته کړي او پر هماغه اساس یې تفسیر کړي. خو د تفسیر لیکنې اړتیا هېڅکله لرې نه شوه او هر وخت په دوامدار ډول دې ته اړتیا وه چې نوي تفسیرونه ولیکل شي.

د اسلام د تاریخ په اوږدو کې پراخې هڅې د قران تفسیر ته وقف شوې دي او هر عالم د خپلې خاصې سلیقې او سبک له مخې دا کار کړی دی. ځینو د قران پر بلاغي او ادبي بُعدونو تمرکز کړی، ځینو پر عملي احکامو او مسایلو، ځینو پر کلامي او اعتقادي موضوعاتو، ځینو نورو پر روایاتو او ځینو پر اخلاقي او روزنیزو اړخونو او هر یو یې کله مختصر او کله اوږده تفسیرونه لیکلي دي. خو هرڅومره چې وخت تېر شوی دی، د نویو تفسیرونو لیکلو ته اړتیا پیدا شوې ده.

که د ګڼو تفسیرونو د لیکلو یو عامل تاریخي بدلونونه او زمان و نو بل عامل یې مکان او سیمه او په کې شته فرهنګونه وو چې دغه اړتیا یې دوه چنده زیاته کړې ده. د تفسیرونو معرفي او د هر یوه د سبک بیان اوږد او جلا بحث دی چې باید جلا وڅېړل شي خو دلته مو ځکه ورته اشاره وکړه چې د قران د فهم او د تفسیرونو په پیدايښت کې د فرهنګي عامل پر نقش ټینګار وشي او وپوهېږو چې د دین او فرهنګ د تعامل یو ډګر تفسیر دی.

له حدیث سره تعامل هم ورته لاره وهلې ده. پر هغو مختلفو کتابونو سربېره چې د نبوي حدیثونو د راټولو لپاره کښل شوي دي، ډېرې هڅې پر دې هم شوي دي چې د حدیثونو د شرحې مختلف کتابونه هم ولیکل شي. د حدیثونو د کتابونو په لیکلو کې هم د مخاطبانو له اړتیاوو سره سم کله پر فقهي حدیثونو تمرکز شوی دی، کله پر اخلاقي او روزنیزو حدیثونو او کله پر نورو موضوعاتو. د حدیثونو د شرحې ځینو کتابونو یوازې د څلوېښتو حدیثونو شرحې راوستې دي چې مسلمانان د هغه حضرت د ویناوو یوې لنډې مجموعې ته لاسرسی ولري، ځینو یې د احکامو حدیثونه شرح کړي دي چې فقهي مسایل لکه د عبادتونو فقه او د معاملاتو فقه وڅېړل شي. ځینو لویو عالمانو لکه عسقلاني، نووي، سیوطي، او ډېرو نورو هڅه کړې ده چې د حدیث پر لویو کتابونو لکه بخاري، مسلم او نورو معتبرو کتابونو شرحې ولیکي. دا لړۍ تر ننه پورې هم روانه ده او لا هم ګڼ عالمان په دې برخو کې پر څېړنو او لیکنو بوخت دي.

د نورو علمونو لکه د عقیدې علم، کلام، فلسفه او اسلامي عرفان حال هم دغسې درواخلئ. یو یې هم دومره نه دی بشپړ شوی چې د نویو اثارو کښلو ته دې اړتیا نه وي.

د دې بهیر غځېدل او تکامل هم ګڼ دلیلونه لري هم ګڼ دلالتونه. یو دلالت یې له فرهنګ سره د دیني مفکورې تعامل دی چې د مکان او زمان په قالب کې څرګندېږي. یعنې په هره زماني مقطع یا مکاني حوزه کې خاصې پوښتنې او اړتیاوې وې چې د ځوابونو د موندلو په خاطر یې باید دیني متن له سره لوستل شوی وای او په نتیجه کې یې د دیني مفکورې په برخه کې نوي تولیدات رامنځته شوي وای.

د دین او فرهنګ د تعامل بل پوړ د دیني سنتونو او سیمه ییزو دودونو په ګډه اوسېدل دي. مختلفو اسلامي ټولنو ته د پدیده پوهنې له نظره کتل، راښيي چې د هرې سیمې وګړو هڅه کړې ده چې د اسلامي ارزښتونو له ساتلو سره سره، د خپلې سیمې دودونه او رواجونه هم وساتي چې له پخواني تمدني هویت څخه یې اړیکي پرې نه شي، البته که دا دودونه له اسلامي اعتقاداتو سره ښکاره تضاد نه وي لرلي. د افریقا د شمال قبایل له هنده متفاوت دودونه لري نو دیني ژوند یې هم لږ ډېر د هماغو دودونو رنګ اخیستی دی. د مالیزیا د وګړو عرفونه د مراکش د خلکو له دودونو ډېر توپیر لري. همداسې د ډېرو نورو مسلمانانو.(6)

په هېڅ یوه هېواد کې هڅه نه ده شوې او اړتیا هم ورته نه وه چې د پخواني فرهنګ پاتې شوني یې له ژونده یو مخ ختم کړای شي او د داسې نوي فرهنګ بنسټ کېښودل شي چې له بېخه متفاوت وي. دلیل یې دا و چې دا کار عملاً امکان نه لري او که فرضاً ممکن هم وي، مطلوب نه دی.

فرهنګونه د انسانانو د ټولنیز ژوند د تکامل نښه ده او د ګڼو نسلونو زحمتونه په کې نغښتي وي. د فرهنګونو حذفول یعنې د ټولو پخوانو نسلونو له پامه غورځول او د هغوی د هڅو له منځه وړل. حال دا چې دغه هڅې د انسانانو د ژوند د بهترۍ، فکري پرمختګ او د سلوک د ښه کېدو په خاطر شوې دي.

کله چې اسلام په جزیرة العرب کې راڅرګند شو، د دې ځای خلکو د ارزښتونو او ټولنیزو عرفونو یوه منظومه درلوده. ځینې یې د اسلام له اخلاقي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وو نو اسلام هم ژوندي وساتل. د وګړپوهنې او نوې بشرپوهنې مطالعات راښيي چې د عربي ارزښتونو او عرفونو ډېره برخه چې د اسلام له نظره غیر اخلاقي نه وو، د مسلمانانو په ژوند کې پاتې شول او د وخت په تېرېدو سره ځینو خلکو ته د اسلامي ارزښتونو په بڼه معرفي شول، حال دا چې دا دودونه په کتاب او سنت کې ريښه نه لري، بلکې عربي عرف او عادت وو.

همدغه خبره د نورو اسلامي ملکونو د خلکو په اړه هم کولای شو.

د دین او فرهنګ تعامل لا دقیق بُعدونه هم لرلای شي، لکه د ژبې په قالب کې د دین د اصلي پیغام  تجلي او د اصلي پیغام د لېږدولو په خاطر له فرهنګي نښانو څخه کار اخیستل چې دا کلامي او د دین پوهنې بحث دی او باید بل ځای په ژوره توګه وڅېړل شي.

دلته پر دې ټکي ټینګار مهم دی چې کله چې دین د فرهنګ پر ځمکه زرغونېږي یو ډول متقابل اثر ښندنه کېږي او د دې بهیر پر تکامل، تصحیح یا نقد هر ډول بحث ته په کار ده چې دین او فرهنګ دواړه په علمي ډول وپېژندل شي. دا سمه نه ده چې هغ څوک چې په علمي ډول دین نه پېژني یا له فرهنګ او میکانیزمونه یې نه دي خبر، په دې اړه حکم صادر کړي یا دریځ ونیسي او یا یې د بدلولو هڅه وکړي. دیني مفکوره له فرهنګي ظرفه بهر پېژندلی او مطالعه کولای نه شو.

له مختلفو فرهنګي میکانیزمونو سره د دین او دیني مفکورې د تعامل بڼه تر ننه پورې هم د یوې ژوندۍ او اغېزناکې قضیې په توګه مطرح ده او په دې عصر کې چې د فرهنګونو سره ګډېدل او د تمدني حوزو تداخل رامنځته شوي، شرایط لا پېچلي شوي او د دیني مفکورې د تیوریسنانو کار یې له نویو غوښتنو سره مخ کړی دی او د دوی پر اوږو یې نوې دندې بار کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب