خلیلالله قریشی
واخان دهلېز د افغانستان، چین، پاکستان او تاجکستان ترمنځ یوه شریکه تاریخي او ستراتیژیکه سیمه ده چې د پامیر د غرونو په لړۍ کې د یوې اوږدې او تنګې لارې په بڼه موقعیت لري. دا سیمه شاوخوا ۳۵۰ کیلومتره اوږدوالی، ۱۳ تر ۶۵ کیلومتره پراخوالی لري، د ځمکې مساحت یې ۱۰،۳۰۰ مربع کیلومتره دی او نفوس یې نږدې ۱۵،۰۰۰ تنو ته رسیږي.
واخان درې ستر ستراتیژیک غرونه – پامیر، هندوکش او قراقرم – سره نښلوي. دلته درې نړیوالې غرنۍ سلسلې سره یوځای کېږي. د دارکوت پاس له یاسین (ګلګت بلتستان) څخه چترال او واخان ته د بروغل پاس له لارې تګ راتګ شونی دی. د ارشاد پاس له لارې د چپورسن سیند، بابا غوندي او ګوجال (هنزه) له واخان سره نښلوي، او بروغل پاس بیا چترال له واخان سره د هندوکش له لارې وصلوي.
د واخان د اوسېدونکو اکثریت واکي او قرغیز قومونه دي، چې ډېر یې اسماعیلي مسلمانان دي. پاکستان له ګلګت بلتستان او د شینجیانګ له قرغیزو قومونو سره تاریخي او فرهنګي اړیکې لري. قرغیزان د ترک نژاده قومونو څخه دي چې په چین کې، په شینجیانګ ولایت کې، په پراخه سیمه کې اوسېږي. چینایي دولت هغوی “یوغوریان” بولي او د ختیځ ترکستان تر نامه لاندې هم یادېږي. دوی مسلمانان دي.
واخان د روسیې او بریتانوي هند ترمنځ د سترې لوبې (Great Game) په جریان کې یوه مهمه ستراتیژیکه سیمه وه. انګلستان هڅه کوله چې د روسیې مخه ونیسي، تر څو روسان له دې لارې ګلګت او چترال ته راننوځي. د وریښمو پخوانۍ سوداګریزې لارې یوه څانګه هم له چینه تر سمرقند او بیا د واخان له درې څخه تر بدخشان پورې غځېدلې وه.
په ۱۹۵۰ کال کې د روسیې، برتانوي هند او افغانستان ترمنځ د سرحدونو د تعین تړون وشو. د امو سیند شمالي برخه روسیې ته او جنوبي برخه افغانستان ته ورکړل شوه. د هغه مهال له مخې واخان دره جوړه شوه، څو افغانستان وکولای شي له چین سره مستقیمې سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي. خو وروسته شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، او په واخان کې یې پوځي اډه جوړه کړه. نږدې ۲،۰۰۰ – ۳،۰۰۰ قرغیزي کورنۍ له سیمې وویستل شوې، ګلګت ته مهاجرې شوې، او درې کاله وروسته پاکستان هم هغوی وشړلې. دا کورنۍ وروسته ترکیې ته کډه شوې.
له ۲۰۱۹ کال راهیسې واخان یوه مهمه سیمه ګرځېدلې، چیرته چې سیمهییز هېوادونه د اقتصادي نفوذ لپاره سیالي کوي. چین هڅه کوي چې د “چین – پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC)” له لارې، منځنۍ آسیا، افغانستان او پاکستان سره د ټرانزیټ لارې وصل کړي. دا پروژه د هند لپاره یوه ستراتیژیکه اقتصادي اندېښنه ګڼل کېږي. له همدې امله، افغانستان د هند سره ۱۰۶ کیلومتره اوږده پوله د واخان له لارې لري. هند او تاجکستان د روسیې په ملاتړ، په ۲۰۰۲ کال کې د فارخور په سیمه کې یوه هوایي اډه جوړه کړه، څو افغانستان ته مرستې انتقال کړي. دا کړنه د چین او پاکستان له لوري د منلو وړ نه ده.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې چین غواړي د واخجیر پاس له لارې د وریښمو پخوانۍ لاره فعاله کړي. دا لاره به له افغانستانه پیلېږي، د قراقرم لویه لاره به تېرېږي، او د چین د شینجیانګ ولایت له کاشغر سره به ونښلي، چې سیمهییزو هېوادونو ته به اقتصادي وده ورکړي.
د واخان غاښۍ د لارې سروی بشپړ شوې ده، او د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې ژر تر ژره دا اقتصادي پروژه بشپړه کړي. د لومړي پړاو ۵۰ کیلومتره برخه بشپړه شوې، او د دویم پړاو ۷۱ کیلومتره قرارداد د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شوی دی.
د “BRI – Belt and Road Initiative” او “CPEC – China Pakistan Economic Corridor” اوږدمهاله پروژې به د واخان غاښۍ د لارې د لګښتونو کمولو لامل شي، خو بل لوري ته به د پاکستان ګوادر بندر د اقتصادي زیان سره مخامخ کړي، ځکه چې د ګوادر پرتله د واخان لاره اسانه او کم لګښته ده.
واخان اقتصادي دهلېز کولای شي د افغانستان او مرکزي آسیا ترمنځ د سوداګرۍ یوه مهمه لار وګرځي، او د سیمې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره نوې دروازې پرانیزي.
په درنښت
خلیلالله قریشی
د دوکتورا محصل او د اقتصادي چارو څېړونکی
شینجیانګ، چین