عزیزخان هوتک
هر سیاسي خوځښت یا ولسي تحریک یو روح لري، او دا روح یې مشري ده. مشران د ولس د غږ، درد، غوښتنو او ارمانونو استازیتوب کوي. هغوی د مبارزې لار ټاکي، پلانونه جوړوي او د ولس باور تر لاسه کوي. د همدې لپاره د هر تحریک پایښت او دوام له مشرتابه سره تړلی وي.
منظور احمد پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ یو له هغو مشرانو څخه دی چې نه یوازې د پښتنو، بلکې د نړۍ له هر آزاد انده انسان سره د عدالت، حق غوښتنې او سولهییز مبارزې تر نامه لاندې ولاړ دی. منظور د ظلم، بېعدالتیو، جبري بېدرکه کولو، قتلونو او د انسانانو له اساسي حقونو څخه د محرومیت پر ضد ږغ پورته کړی دی. نن هغه یو ملي مشرتابه مقام لري او میلیونونه خلک یې ملاتړي دي.
خو دلته یوه پوښتنه ډېری وخت مطرح کېږي؛ ولې پاکستان منظور نه وژني؟ د هغه ډیر ملګري یې شهیدان کړل، نو دی لا څنګه ژوندی پاتې دی؟
دا پوښتنه ظاهراً ساده ده، خو د ژور سیاسي درک نه برخمنو خلکو له خوا مطرح کېږي. اصل خبره داده چې پاکستان پوهېږي چې د منظور وژنه یوازې د یوه انسان وژل نه دي، بلکې د یوه ولس شعور، احساس، او غبرګون ته لمبه ورکول دي. کله چې د یو سولهییز ولس مشرتابه له منځه یووړل شي، نو غبرګونونه بېمخې کېږي، ګډوډۍ رامنځته کېږي، او دا وضع به بالاخره د هماغه واکمن نظام پر ضد بغاوت ته زمینه برابره کړي.
تاریخ دا هم ثابته کړې:
امریکا کولی شول د کیوبا د انقلاب مشران لکه فیډل کاسترو په نښه کړي، څو وارې یې د هغه د وژلو هڅې وشوې، خو کله هم دا کار رسماً ونه شو، ځکه دا به د نړیوالو فشارونو، ملامتۍ، او اوږدمهاله تاوان سبب شوی وای. دا هم پوهېدل چې که فیډل ووژل شي، کیوبا به نور هم رادیکال شي.
پاکستان کولی شول چې د بنګلهدېش د ازادۍ د غورځنګ مشران لکه شیخ مجیبالرحمن ووژني، خو د داسې اقدام پر ځای یې زندان ته واچاوه، ځکه که وژلی یې وای، نو نړیواله اجماع به د پاکستان پر ضد لا شدید شوې وای او شاید هند او نورو هېوادونو مداخله کړې وای.
هندوستان هم د مهاتما ګاندي تر وژنې وروسته د تجربې شاهد دی. د ګاندي وژنه، که څه هم د حکومت لخوا نه وه، خو د هندو افراطیت لهخوا ترسره شوه، چې نتیجه یې دا شوه چې ټول ملت د هغه له وژنې سخت اغېزمن شو او دا کار د افراطیانو پر ضد یو اخلاقي بغاوت رامنځته کړ.
افریقا کې د نلسن منډیلا پر وړاندې هم رژیمونه ډېر انتخابونه لرل، خو د هغه وژنه یې ځکه نه وکړه چې منډیلا د یو ملت د روح په څېر و، که هغه وژل شوی وای، افریقا به اور اخیستی وای.
فلسطین کې هم کله چې شیخ احمد یاسین د اسرایلي اشغال پر ضد یو روحاني، مدني او غیرمسلح مشرتابه وړاندې کاوه، اسرایلو هغه په ډرون هدف کړ، خو پایله دا شوه چې حماس نور هم سختدریځی ته لاړه، جګړه زیاته شوه، او د فلسطین مسله لا ژوره نړیواله شوه.
پاکستان کې د فخرافغان خان عبدالغفار خان (باچا خان) په ژوند کې د هغه پر ضد پراخه کمپاینونه وشول، خو د هغه وژنه هېڅکله ونه شوه، ځکه پوهېدل چې د هغه وژنه به پښتني ټولنه قهرجنه کړي او یو نه مهارېدونکی طوفان به پورته شي.
همداسې که پاکستان نن د منظور وژنې جرأت وکړي، نو د پښتنو زړونه به اور شي، او د هغه سولهییز تحریک به په قهرجن خوځښت بدل شي. منظور د جګړې مشر نه دی، هغه د سولهییز مقاومت استازی دی، او د داسې خلکو وژنه نړیوال جرم ګڼل کېږي. پاکستان که د خپلو تېرو غلطیو نه څه زده کړي وي، نو پوه به وي چې د مشر وژنه د تحریک پای نه، بلکې د نوي پړاو پیل دی.
پښتانه باید دا درک کړي چې منظور احمد پښتین د دوی د عزت، غیرت، حق غوښتنې او شعور سمبول دی. د هغه وژل به هېڅ ستونزه هواره نه کړي، بلکې د زرګونو نورو (منظورونو) د زېږېدو لاره به هواره کړي.
منظور څوک نه شي وژلای؛ د منظور له وژل کېدو وړاندې به پښتون قوم ټول وژل کېږي. خلک د منظور تر شا ولاړ دي، او د هغه لپاره له ژوند، سر او مال تېر دي. هغوی چې د منظور د وژلو شېبې شماري، باید پر ځان رحم وکړي، او پر دې ملت رحم وکړي. لازمه ده چې د دغه ولسي او سولهییز تحریک سره یوځای شي، او د خپلو خلکو د یو عزتمند، آزاد، او باوقاره ژوند لپاره مبارزه وکړي. منظور د ولسونو د ویښتیا لامل ده. د هغه ژوند د میلیونونو انسانانو د امید، شعور او ارمانونو استازیتوب کوي.
موږ باور لرو، منظور به د خپل ولس د حقونو د خوندي کولو لپاره ژوندی وي، مبارزه به کوي، او یوه ورځ به خپل ارمان ته رسېږي. هغه د تاریخ د عدالت په خوا ولاړ دی، او دا لار، که سخته هم وي، خو پایله یې کامیابي ده.
کابل- ۱۴۰۴/۰۴/۲۵